د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د یو نوي مسجد د رغولو ډبره کیښودل شوه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د  والي ښاغلي امان الله خان (تیموري) لخوا د یو مسجد د رغولو ډبره کیښودل شوه او په همدي ورځ ئي رسماً رغنیزي چاري پیل شوي، ټاکل شویده چې دغه مسجد به ۳۱۵۷۰۰۰ یو دیرش لکه اوه پنځوس زره افغانۍ لګښت ولري چې په نیم جریب ځمکه کې به ورغول شي او په یو وخت کې به د ۴۰۰ څلور سوه تنو ظرفیت ولري چې هر راز اسانتیاؤي به پکې موجودي وي، په پائ کې د ارزګان والي ښاغلي تیموري د خلکو سره ژمنه وکړه چې په پراختیائي چارو کې به د مسجدونو او نورو دیني مراکزو رغونۍ ته لمړیتوب ورکړي او پدي برخه کې به خپل هر ډول امکانات په کار واچوي. نایاب د ارزګان ولایت مقام مطبوعاتې دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *