تاند- د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه په موټرسایکل بمي چاودنه کې لږترلږه ۱۴ تنه ژوبل شول.

د اروزګان د ولایتي روغتون مسوولان وايي چې ۱۴ ټپیان وروړل شوي دي.

د اروزګان د پولیسو چارواکي لږترلږه د ۱۲ تنو ټپي کېدا تاییدوي او وايي چې چاودنه د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د شپې په ۸ بجې وشوه.

د دوی په وینا په ټپیانو کې ۴ پولیس او ۸ ملکیان دي.

په ټپیانو کې څو تنه ماشومان هم شامل دي.

 خو د روغتون ډاکتران وايي چې ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د یوه حال نازک دی.

په همدې سیمه کې، چې تېره شپه چاودنه وشوه، تر اختر دوې ورځې وړاندې هم د موټرسایکل په وسیله په چاودنه کې ۸ تنه ژوبل شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *