شيخ طنطاوي رحمه الله په خپل اثر (فصول اجتماعیه شیخ طنطاوي) کې لیکلي، په مصر کې پخواني افغان سفیر ـ صادق مجددي ـ راته یوه عجیبه قیصه وکړه.

افغان سفیر صادق مجددي راته وویل: د افغانستان حکومت راته مکتوب راواستاوه چې د یوې مهمې سیاسي موضوع د حل کولو لپاره عاجل له مصر څخه روسیې ته لاړ شه.

مجددي وویل، د دې لپاره چې موږ یوه غیر مسلمان هیواد ته په سفر روان وو، نو میرمن ته مې وویل؛ دوه چرګان پاخه کړه او په بیګ کې یې کیږده. که چیرته حلال خوراک پیدا نشي نو دا خپل خوراک به وکړو. کله چې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ښار ته ورسیدو نو یو مسلمان مشر میلمانه کړو، د مسلمان مشر کور ته په لاره روان وو. په لاره کې مو موټر تم کړ او هغه چرګان چی موږ له ځان سره اخیستي وو په لاره کې مو یوې غریبې کورنۍ ته ورکړل. بیا د مسلمان مشر د کور په طرف روان شو؛ دوه دقیقې وروسته له کابل نه زنګ راغی او راته یې وویل تاسو روسیې ته لاړ نشئ. او کابل ته راستانه شئ هغه سياسي موضوع حل شوه. اففان سفیر صادق مجددي وایي، ما ته داسي احساس کړه چې دا دوه چرګان زموږ په کور کې وو خو زموږ خوراک نه وو، دا په اربکستان کې د هغې غریبې کورنۍ خوراک وو. الله پاک ورته مسخر کړم؛ په زررونو کیلو متره لار مې ووهله او چرګان مې ورته ورورسول. تقدیر باندی ایمان په کار دی چیې ستا قسمت کې څه وي ضرور به درسیږي.


ژباړن ښاغلی ساپی په سعودي عربستان کې د باچا سعود پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځي محصل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *