سرخط، سید خالد سادات

د افغانستان د اجرایه ریاست دویم مرستیال په تهران کې په یوه غونډه کې په سوریه کې افغان جګړه‌ماران وستایل او د ایران د فاطمیون ډلې مشر جنرال قاسم سلیماني دا کار یې وستایه چې په سوریه کې یې د فاطمیون بنسټ له لوري په زرهاوو بهرنیو جګړه‌مارو ته د داعش پر وړاندې په جګړه کې د ونډې زمینه مساعده کړې. ښاغلي محقق همدارنګه په سوریه کې له افغانستانه د استول شویو جګړه‌مارو قرباني هم یاده کړه چې د افغانستان د روان سیاسي وضعیت د لا کاواکه سبب شوې. په ټوله کې د محقق خبرې د افغانستان له‌پاره لاندې بدې پایلې لرلای شي.

۱. په افغانستان کې د داعش فکري جوړښت په طبیعي شکل د عربي هېوادونو له داعشه جوړه پدیده ده، اوس چې د افغان حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي په سوریه کې د داعش پر وړاندې د بشر الاسد په رژیم کې د افغاني جګړه‌مارو رول ستایي، په دې مانا چې په لوی لاس مو د افغانستان په داخل کې د داعش فکري او ایډیالوژیک پرمختګ ته زمینه برابره کړه. اوس چې په عربي نړۍ کې داعشیان له ماتې سره مخ دي؛ نو نه یوازې په افغانستان کې داعشي فکر قوت پیدا کړي، بلکې عربي داعشي خوځښتونه به د افغانستان جغرافيه خپل بستر و ګڼي او د اسد د انتقام لهپاره به زموږ نظام ته د دښمن په سترګه ګوري.

۲. د افغانستان داعش د هېواد په ختیځه څنډه کې او په تېره بيا د ننګرهار په شینوارو کې محدود حرکت حسابېده، د محمد محقق څرګندونې به په ټول افغانستان هغه فکري جریانونه چې د اسلامي خلافت د ارماني بحث لهپاره قرباني ورکوي په حرکت راولي او په اساني سره به دغه حرکتونه وکړای شي چې د عملي جګړې بازار خپل کړي.

مخکې به یوازې فکر کېده چې داعش د هېواد په ختیځه سیمه کې یوه کوچنۍ جګړه‌یزه کتله ده، اما اوس به له بشار الاسد څخه د انتقام افراطي نظر زموږ په علمي مراکزو، پوهنتونونو او نورو ايډیالوژیکو مرکزونو کې د فکري اختلاف سبب وګرځي چې په پایله به کې یوې جګړې ته لاره ومومي.

۳. د سوریې په جګړه کې افغان حکومت خپل خارجي سیاست د بېطرفي پر کرښه ترسیم کړی و. په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کړکېچ په پيلېدو د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کوښښ وکړ چې د خپلې دورې تر پایه د سوریې په جګړه کې افغانستان یو ناپېيلی هېواد ثابت کړي چې همداسې وشول. په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې جګړه خپل اوج ته ورسېده. د اټکل له مخې د سوریې بحران له ۲۰۱۱ کاله د ۲۰۱۶ تر پايه د شپږ لکه او پنځوس زره سوریایانو ژوند اخیستی. حلف او رقې ښارونه بشپړ ویجاړ شوي.

د ښاغلي اشرف غني په راتګ سره افغان حکومت د پخوانی ولسمشر حامد کرزي تګلاره چې باید د سوریې د جګړې برخه پاتې نه‌شي، پر مخ یووړه. په ۲۰۱۶ کال کې د سوريې داعش افغان ولسمشر محمد اشرف غني په عنوان یو لیک واستاوه او پکې لیکل شوي و چې افغان حکومت دې په سوریه کې د ایران په واسطه د افغان جګړه‌مارو د تګ مخه ونیسي. په لیک کې داسې یادونه هم شوې وه چې ایران د فاطمیون کنډک پر مټ تر ۱۴۰۰۰ زیات افغانان د سوریې جګړې ته استولي دي. د داعش لیک ته افغان حکومت په خپل ځواب کې وویل چې افغان حکومت د سوریې د جګړې برخه نه ده او په هیڅ صورت به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې افغان جګړه‌مار د نیابتي جنګ له‌پاره سوریې ته واستوي.

اما د اجرایه ریاست دویم مرستیال چې د هېواد په مهمو ملي او په بین المللي مسایلو کې برخليک جوړوونکی رول لري، په خپلو خبرو کې د سوریې د جګړې ستایل او د فاطمیون کنډک د مشر جنرال قاسم سلیماني ته د قهرمان خطاب کول په سوریه کې د افغان حکومت د ناپېيلتيا سیاست ته شديده صدمه رسوي. ګاونډیان، د سیمې هېوادونه او نړیوال به د افغان حکومت په بهرنۍ پاليسي شکمن شي، ځکه له یوې خوا افغان حکومت په خپلو اعلامیو او نظر په ښکاره کولو سره د سوریې جګړه د افغانستان د حالاتو یوه لېرې جګړه بولي او له بل اړخه ښاغلی محقق په سوریه کې د ایران رول یوه لاس ته راوړنه ارزوي.

۴. د سوریې جګړه د سیمې هېوادونو اخوا د نړۍ د لویو قدرتونو تر منځ نښتې جګړه ده. روسیه، عربستان، ایران، امریکا، عربي نړۍ او محافظه‌کاره عربي هېوادونه د سوریې د جګړې اصلي لوبغاړي دي. اوس مهال د افغانستان له‌پاره د سوریې په جګړه کې ناپېيلی سیاست تر ټولو غوره انتخاب و او دی. د افغانستان د نظام اوسنی وضعیت د نړیوال سیاسي محراق په داخل کې نه‌شي کولای چې د ایران یا د بشار الاسد نظام په ملاتړ خپل وجود ثابت وساتلای شي. د سوریې په جګړه کې د ایران د ملاتړ او یا د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کول په هیڅ صورت د افغانستان له‌پاره په نړیواله کچه د قدرتونو د توازن په ساتلو کې د امریکا، سعودي، ترکیې او عربي نړۍ په مقابل کې ښه بدیل نه‌شي کېدای. که ومنو یا منو امریکا د افغانستان له‌پاره سټراټېژیک اهمیت لري دا چې څنګه د امریکا له اړیکو افغان حکومت ګټه واخلي جلا بحث دی، اما د ایران له‌پاره د افغانستان له سټراټېژیکو ملګريو جلاوالی زمونږ له‌پاره ښه زېری نه دی.

بل اړخ ته د ښاغلي محقق څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې ایران د افغانستان په عمق کې څومره ژور تللی او لا د حرکت په حال کې دی. له ایران سره ایډیالوژیک ضد هېوادونه لکه عربي نړۍ  به د افغانستان له بهرني سیاست سره سطحي تعامل خپل کړي چې بیا هم د افغانستان له‌پاره د منځني ختیځ په محور کې د انزوا بحث کېدای شي.

بنا د افغانستان له رسمي ادرسه د محمد محقق څرګندونې د افغان حکومت له‌پاره په هیڅ قیمت په سیمه‌یزو او نړیوالو تعاملاتو کې د کامیابي بحث نه‌شو تعریفولای.

۵. افغانستان نن سبا تر هر څه د سیمه‌یزو هېوادونو او سیمه‌یزو سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لري. چین د نړۍ په لوی لوبو کې د امریکا او روسیې په اوسني نړیوال سیاسي کشمکش کې ځان بې‌طرفه بولي او خپل ټول دار و مدار په اقتصادي وده کې ګوري. افغانستان د چین او مرکزي اسیا له‌پاره د سیمه‌یزو همکاريو یو ښه بستر دی. په نړیوال نظام کې د سیمه‌یزو همکاريو پر وړاندې ستر خنډ نیابتي جګړې دي. که د ښاغلي  محقق خبرې د سیمه‌یزو همکار هېوادونو په زاویه کې و ارزوو، له شکه پرته به چین او د مرکزي اسیا هېوادونه په سختي سره زړه ښه کړي چې خپلې سیمه‌یزې همکارۍ ته په افغانستان کې وده ورکړي.

د سوریې په جګړه کې د ښکېلتیا بحث زموږ د سیمه‌یزې همکارۍ د زوال بحث په مانا دی. مانا دا چې که موږ په کوچني ظرفیت سره د داسې لویو لوبو پارټنر ځان بولو، بې له شکه چې د خپلې اقتصادي ودې ستر چانسونه به له لاسه ورکړو.

۶. په عربي نړۍ کې د داعش تر ظهور او قوت وروسته د عربي هېوادونو په قیادت د داعش ضد ایتلاف جوړ شو او افغانستان یې هم غړیتوب واخیست. د دغه ایتلاف اصلي هدف دا و چې د سوریې جګړه د بشار الاسد او ایران له لوري له داعش سره د جګړې تر عنوان لاندې د منځني ختیځ د ناامني جګړه ده او بشار الاسد یې د اسلامي نړۍ ستر دښمن هېواد په توګه تعریف کړ. اوس چې ښاغلی محقق د بشار الاسد په ملاتړ د سوریې د رژیم د بقا له‌پاره د افغان جګړه‌مارو د رول ستاینه کوي، بې له شکه چې د افغانستان د سازماني ډيپلوماسي (Organizational Diplomacy) ساختار له منځه وړي. له یو لوري افغانستان له خپل حقوقي اهلیته په ګټې اخیستنې د سازماني ډيپلوماسي برخه وګرځېده چې څنګه د نړۍ له مسلمانو هېوادونو سره یو ځای خپل سیاست ترسیم کړي، اما له بل لوري د افغان لوړپوړي چارواکې څرګندونې د همدې سازماني ډپلوماسي ضد برېښي.

داعش خپل بریدونه د امام زمان مسجد ، هرات جامع مسجد، ابو الفضل زیارت او ګڼ شمېر نور اهل تشیع عبادت ځایونو ته ورسول. د افغانستان اوسني حساس وضعیت ته په کتو به د ښاغلي محقق څرګندونې به له ځان سره د ورته خونړیو بریدونو بد زېري ولري او داعش به افغانستان د خپلې فکري جګړې هدف وګرځوي. افغان حکومت باید د محمد محقق څرګندونې بابېزه و نه ګڼي، له ده باید وپوښتي چې ښاغلي په کوم صلاحیت د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ ضد څرګندونې کړي؟؟؟

سرخط ورځپاڼه

One thought on “په تهران کې د محمد محقق خبرې د څه له‌پاره؟”
  1. شاید آقای محقق و سایر وابستگان حزب وحدت در فکر این هستند که حزب وحدت ، مانند حزب الله لبنان قادر خواهند بود که پروژه ایران صفوی را در افغانستان عملی سازند. شاید گذشته تلخ نچندان دور را که منجر به تباهی هزاره شد ، فراموش کرده باشند. در افغانستان عزیز مشکل مذهب وجود نداشت و ندارد. لطف نموده بر قوم هزاره و بالای وطن خود دلبسوزانند فریب پروپاگندهای و افسانه سرایی ایرانیهارا در باره جنرال قاسم سلیمانی ، میشنوند و میخوانند ، نخورند.
    اگر آقای محقق و سایر فریفته گان و شیفته گان جنرال قاسم سلیمانی در رابطه پیروزی دولت بشارالاسد در جنگ ، عمیق غور و تحقیق کنند ، در خواهند یافت که پیروزی نسبی دولت سوریه در جنگ در آن کشور ، از برکت نبوغ نظامی جنرال سلیمانی و از خود گزریهای بیجایی اجیران هزاره شان نیست ، بلکه کردیت این پیروزی را صرف روسها و قوای هوایی شان مستحق میشوند.
    قبل از داخل شدن روسها در صحنه جنگ ، اردو سوریه ،قوتهای حزب الله، و سپاه پاسداران انقلاب اسلامی تحت قومانده جنرال سلیمانی که هزاره ها نیز در آن جمله میباشند، ولسوالی بعد ولسوالی ، شهر بعد از شهر را بنفع مخالفین دولت بشار الاسد از دست می دادند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *