تاند- د ایران په پلازمېنه تهران کې له دروېشانو سره د پولیسو او دولتي ملېشو په نښتو کې لږترلږه ۵ دولتي ځواکونه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

ایراني خبري اژانسونه د دروېشانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې د هغو ۳۰۰ تنه نیول شوي او بلوا، چې تېره شپه پیل شوې وه، سهار پای ته ورسېده.

د تهران په شمال کې د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره ده او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

لانجه هغه مهال پیل شوه چې امنیتي ځواکونو، په شخصي جامو کې هڅه وکړه چې د دروېشانو (د صوفیانو د طریقت یوه ډله) د یوه مشر کور ته په زور ننوځي. دروېشانو اجازه ورنه کړه.

په دغه کور کې دروېشان د خپل یوه بل مشر نعمت الله ریاحي د نیول کېدو په اعتراض کې راغونډ شوي ول.

ایراني رسنۍ وايي چې پولیس او د بسیج ملېشه د دروېشانو له لوري د موټر او چاقوګانو په وسیله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو دروېشان په خرافاتو تورن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *