هغه افغاني محصلین، چې په پښتونخوا،کوټه او پاکستان کې سبق وايي، هغوی هرکله د تورخم په دروازه تګ راتګ کوي. ځکه چې کورونه یې په افغانستان کې دي او اړ دي، خپلو کورنو سره اړيکي وساتي.
دا محصلین د پاکستان د هغو مرستو په لړکې د پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کړې کوي چې په افغانستان کې نړۍ والو قوتونو مداخله وکړه او پاکستان هم د سیالۍ له مخې په کې برخه واخیسته.
محصلین کله په میاشت کې او کله په اوونۍ کې او کله دضرورت په بنیاد تر ډیورنډ کرښې اوړي او لویه لاره یې تورخم دی.
کله چې محصلین او نور افغانان له خپلو بیکونو او لیپ ټاپ کمپیوټرونو سره په تورخم کرښه پورېوزي، پاکستاني پوځیان او ملېشه او ددوی بېلابېلې نورې ګمارلې ډلې او کارکوونکي دوی دتلاشۍ په مخه یوه ځانګړي ځای ته وړي، په تېره که لیپ ټاپ کمپیوټر له چاسره و، نو یې دڅېړنو په ترڅ کې ترې ډيټا کاپي کوي او بیا یې که خوښه وي، نو په اړه یې ورسره غږیږي هم.
داډيټا نو داسې نه ده، چې یوه برخه وي یا ګنې یو فایل وي، بلکې د هر کمپیوټر ډرایفونو ته هارډیسک لګوي او بیا یې له یوې مخې ټوله ډیټا کاپي کوي.
د شېرین په نامه یوه دا ډول محصل، چې په پښتونخوا کې په یوه پوهنتون کې زده کړې کوي وویل:
زه یې له لاسه ونیولم او کمپیوټر یې راته چالان کړ، بیا ما ورته وویل، چې پاسورډ لري ، نو مې ورته پرانیست، بیا يې چې زما په کمپیوټر له کوم افغاني سایټ نه اخیستل شوې یوه لیکنه ولیده، بس سملاسې یې یوه بل ځای ته معرفي کړم، هلته بیا رانه څېړنې پیل شوې او په یوه بنده کوټه کې یې یوساعت اچولی وم، په داسې حال، چې زما په کمپیوتر کې ټول زما شخصي ډيټا وه او سیاست په کې نه و.»
داجمل په نامه یوه بل دا ډول محصل وویل:
له ده سره هم همدغسې یو چلن تقریبا له یوکال راهیسې کیږي، یوه ورځ ما دآی اس آی دغه افسر ته وویل، چې تاسو څه حق لرئ، چې دیوه چا دکاله ، او شخصي ژوند عکس دهغه په وړاندې مخامخ کاپي کړئ او هغه درته ګوري؟ وې ویل، چې « موږ پاکستان ته خدمت کوو».
دی وايي، بیا یې راته وویل، چې پلار او کورنۍ دې څه کارونه کوي، دی وايي، چې ما ورته وویل، چې هغوی په افغانستان په کوم دولتي دفتر کې ماموریت کوي، نو یې راته وویل، چې ته به له موږ سره دهند لپاره کار وکړې، تاته به بنګلې او موټرې او قصرونه درکړل شي.
دا مکالمه ده داسې وکړه:
دکوم ځای يې، د لوګر ولایت!
په لوګر کې دې بنګله او موټرې خوښې دي، کنه ؟
بیا یې وویل، چې پلار او ورور دې له موږ سره مخ کړه، چې دهند په وړاندې له موږ سره مرسته وکړي.
دی وايي، دآی اس آی دا مامورین بیا له ځينو محصلینو ددوی د موبایل ټيلفون شخصي لمبرونه هم اخلي، او بیا ورته وايي، چې په پلانې پوهنتون کې به دې ډېر قدر وي او لنډه داچې هرډول امتیازات ورته پېشنهادوي.
یوه بل محصل صفي الله بیا وویل:
دآی اس آي له دغه ډول چلن نه ډېر په تنګ دی، ځکه، چې دده سیاست نه دی خوښ او دوی یې په زوره سیاست ته راکاږي. ده وویل، موږ اصلا دافغانستان دګټو پرخلاف دپاکستان دګټو لپاره دغسې جاسوسي فعالیتونه نه شو کولی، بلکې زړه مو نه غواړي، چې د لس یا شل زره کالدارو په مقابل کې او یا هم د میلونونو کالدارو، هرڅومره چې وي، خو زړه مو نه غواړي، دپاکستان لپاره وکارول شو. موږ افغانان یو او پوهیږو، چې پاکستان زموږ څومره دوست دی.
فهیم هم دپښتونخوا په یوه پوهنتون کې محصل دی، دی وايي:
رنګ مې سپین دی اودپېښورو په اصطلاح سمارټ یم، ويښتان مې هم ډېر ښه جوړوم، پاکستانیان راپسې دي، چې دهند په وړاندې زموږ دکار لپاره ته ډېر ښه وړ یې، ځکه، چې پلار دې په ملي اوردو کې عسکر دی. موږ به پیسې درکړو، هلته هم موږ خپل خلک لرو، حفاظت به دې کوو؟
دی وايي، پاکستان دطالبانو دږیرو او ټوپکو په ګرځولو لا بسیا نه دي، اوس دریشي کړي محصلین هم غواړي، دپاکستان دګټو لپاره وټاکي. دی وايي، هر کله ترې دکمپیوټر ډيټا کاپي شوې، چې ده په کې له خپلو دوستانو او معشوقې سره عکسونه ویستي و، خو دپاکستان ډيموکراسي تش په نامه ده، ځکه، چې ډيموکراسي په تورخم کې دهر افغان په وړاندې زندۍ ده.
فهیم وویل، دآی اس آی دا اجنټان دومره سپین سترګي دي، چې شرمیږي هم نه، چې یو څوک ورته درې څلور ځل د رد ځواب ورکړي او بیا هم ورپسې وي.
ده وویل، داسې محصلین پېژني، چې د آی اس آی بړېڅو ورته په پېښور کې دعشقبازۍ بېلابېلې بڼې ترتیب کړي او درسونه مرسونه ویل نه شته، بس فلمونه ترې ډکوي او بیا یې په مختلفو بڼو له ځان سره بلدوي او کارپرې کوي.
یوه بېوزله افغان ته ، چې د داسې امکاناتوزمینه برابره شي، چې هغه په خوبونو کې لیدل، څه فکر کوئ، څه به کوي او په تېره چې دبړېڅو له خوا په مختلفو بڼو ورسره د راشه درشې هڅې وشي.
فهیم وايي، کله چې خپل وطن ته لاړ شي، نه پوهیږي، دا ډول ستونزه له چاسره شریکه کړي، ځکه، چې که داسې وکړي، آی اس آی به یې دلته او هلته په دواړو ځایونو کې ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغسې ګڼ محصلین دي، چې آی اس آی یې په پوره سپین سترګۍ دخپل خدمت دټاکنې لپاره تنګوي او بیا ترې دافغانستان دګټو خلاف دخدمت هیله لري. ددوی ځینې به حتمن مجبوریږي، چې کار ورسره وکړي.خو ځينې محصلین لا هم مقاومت کوي. دوی دافغانستان له خارجه وزارت نه غواړي، چې دامسله له امریکايي ادارو سره او په تېره له ملګروملتو سیاسي دفتر سره یاده کړي، چې پاکستان څه حق لري، هلته افغان محصلان په آی اس آي کې غړیتوب ته وهڅوي؟ په تېره هغوی، چې ورسره کول یې زړه نه غواړي؟
له هند سره که پاکستان دښمني لري، نو دایې شخصي کار دی، خوحق نه لري، یو څوک مجبور کړي، د کمپیوټر ډيټاګانې او دکورنۍ دغړیو ويډو فلمونه وګوري. پوهنتون ته ورپسې ورشي او ددوستۍ دهیلې په نامه یې له درسونو وباسي. او یا نور محصلین او په پوهنتون کې دآی اس آی کارکوونکي ورپسې کړي، چې په هره توګه وي، دا سړی راواړوي.
محصلین وايي، له دې کاره زښت ډېر په عذاب دي، نه پوهیږي، څه وکړي، که پوهنتونونه پرېږدي، نوبیا به ورته په بل ځای کې د زده کړې چانس برابر نه شي او که یې نه پرېږدي، ځيني محصلین له درسونو وتلي او د آی اس آی له خوا تر فشار لاندې دي.
محصلینو ددې کرښو لیکونکي ته وخندل، چې عجیبه ورته ښکارېده، یو پښتون دپنجاب دګټو لپاره خپل افغان پښتون دومره مجبوروي، چې بلاخره یې پوهنتون پرېښودو ته اړباسي. څومره سپین سترګې دي دا پاکستاني اجنټان….!؟
په دې اړه مې هڅه وکړه، چې دپاکستاني چارواکو نظر واخلو، خو داکار دومره اسانه نه دی، چې له پاکستاني استخباراتي مقاماتو سره دې څوک داخبره یاده کړي.هیله ده، نړۍ والې رسنۍ په دې اړه له پاکستاني چارواکو نه نظرونه واخلي!!
انجینر جمیل شفیقي – فیصل اباد
دیته ورته چلند زما د یو خوريي سره هم شوی وه. هغه هم په پیښور پوهنتون کې محصل دي.
تاسو یقین اوکړی چې هر افغان او په تېره چې لږ یې جامه منظمه وي ددی نه بدتره چلند ورسره کیږي. زه هم یو ځل د خپل ورور سره پیښور ته د ډاکټر لپاره تللم مونږ سره دسفر ټول دستاویزات موجود وو.کله چې دطورخم کرښې ته ورسیدو بې له دې چې د یو څه په اړه پوښتنه اوکړي سمدستي یې زما دورور څخه بکس کش کړ او کوټې ته یې ننویسته زه وډاره شوم ورته وموویل وروره دا چیرته بیایې پاسپورټ خو لري راته يې په ډیره بده لهجه وویل ته پاسپورټ راوباسه ما خپل پاسپورټ وروښود او راته یې وویل چې ورشه هغه دښځینه تالاشې ځائ ته تالاشي ورکړه دښځینوو تالاشي ځائ ته چې ورغلم یوه ډیره بدشکله ښځه په ډیره بده لهجه دلاس څخه کش کړم او بکسه یې راڅخه واخسته او په لټولو یې شروع اوکړه په بکسه کې دوه زره روپې وی هغه یې واخستې او راته یې وویل چې ورور دی کوم نیټ ورک سره کار کوي ماورته وویل چې هغه خو محصل دې روپې می راکړه راته یې وویل چې انتخاباتو کې دی چا ته راي ورکړه ما ورته وویل چې اشرف غني ته، راته یې وویل ولي دی عبدالله ته رای نه ده ورکړې ورته مو وویل چې کورنې مو اشرف غني ته راي ورکړه ګواکې پوه سړې دی او امید دی چې افغانستان به له شته ستونزو څخه وباسي په بکسه کې عادي ډوله غاړه کۍ هم وه هغه يې واخسته او راته یې وویل چې دا کالۍ دی ماورته وویل چې راکړه دستي یې پیسي بیرته راکړي اوغاړه کۍ یې واخسته او راته یې وویل چې ورور دی انټلیجنس ته ورکوم. بس زه هم غلې شوم هغې فکر اوکړ چې سره زر دي خو هغه عادي غاړه کې وه او راووتم ورور مو بهر ولاړ وو راته وویل چې څه یې وویل ورته مو وویل هیڅ بس روان شو. کله کله ځان سره ووایمه چې دپاکستان څخه ګیله هم نه ده پکار ځکه مونږ د خپل ځان او وطن په حیثیت نه پوهیږو که پوهیدای نو تر اوسه به دا ناخوالې لږ تر لږه ختمې شوي وی. زمونږ ډاکټرانو دی هم خدای ج انصاف روزی کړی بس دمریض سره توکل په خدای ج معالجه کوي . مریض ښه د پښو څخه اوغورځوي او بیا ورته وايي چې اوس یې پاکستان ته ویسه.