تر هرڅه وړاندې د هېواد د سپېڅلې خاورې ساتنې د لارې شهید سرتېري ته د دعا لاس پورته کوو او ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا غواړو.

سیمه ییزې او نړیوالې پېښې او پرمختګونه ښيي، چې ګاونډی هېواد پاکستان ورځ تر بلې له زیاتېدونکې نړیوالې انزوا، فشارونو او ستونزو سره مخامخ دی، له یوې خوا خپل سیمه ییزاقتصادي ریزرفونه او انحصار له ګواښ سره مخامخ ویني او له بلې خوا د ترهګرو ډلود ملاتړ او ملګرتیا له امله کړۍ پرې ورتنګیږي. دغه هېواد هرې وسیلې ته لاس غځوي، چې د نړیوالو ذهنیت بدل کړي، ځکه خو یې د ډیورند پر کرغېړنه کرښه د تورخم په سیمه کې وروستي لمسوونکي تحرکات پیل کړي دي، چې که په هوښیارۍ او تدبیر ورسره مخامخ نه شونو ښايي د افغانستان لپاره نوې ستونزې راپېښې کړي.

ودان افغانستان ګوند، چې روانې پېښې له نږدې څاري، په دې اړه د ګرانو هېوادوالو، د افغانستان دولت او نړیوالو پام دغو ټکو ته رااړوي :

ـتر هرڅه وړاندې په دغو حساسو شېبو کې د ټولو افغانانو یووالی او متحد دریځ یوه تاریخي او ملي اړتیا ګڼي، چې اوسمهال خپلې ټولې کورنۍ ناندرۍ او اختلافات یوې خواته پرېږدي او د افغانستان د زمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره سره یو شي.

ـ ګوند د دې ترڅنګ چې د ملي پوځونو ملاتړ او حمایت د هر افغان مسئولیت ګڼي،د جګړې اوږدېدل او زیاتېدل د دواړو هېوادو لپاره په تاوان ګڼي او پربېړني سوله ییز و دیپلوماتیک حل ټینګار کوي.

ـګوند پر دې خواشینی دی، چې ځینو ډلو او ټپلو په نږدې تېر تاریخ کې د افغانستان پیاوړی وسله وال پوځ د همدغو ګاونډیو په لمسون دړې وړې کړ او په دې توګه یې هېواد په داسې ورځ د دوښمن په وړاندې تش لاس ودراوه.دا د یوېترخې تاریخي تجربې په توګه ځوان نسل ته څرګندوي، چې ملي شتمني، بنسټونه او ارزښتونه هېڅکله د پردیو د ګټو لپاره ویجاړ نه کړي.

و.ا.ګ پر نړیوالو ځواکونو غږ کوي، چې په سیمه کې د خپل حضور او ستراتیژیکو ګټو لپاره افغانستان د یوه ستراتيژیک شریک په توګه حمایت کړي او پر پاکستان فشار راوړي، چې ستونزه تر دې زیاته خونړۍ او اوږده نه کړي.

موږ د خپلو ویښو اوهېواد مینو پرګنو پر یووالي، هوښیارۍ او ژمنتیا باور لرو، چې د دغې سترې ننګونې په وړاندې به یوموټي پاتې شي، خو د دې ترڅنګ د ګوند د انساني، سیاسي او اقتصادي لوړو موخو په رڼا کې دغه پایلې ورپه ګوته کوو:

– جګړه د هیچا په ګټه نه ده، بلکې د یوه ودان او پرخپلو پښو ولاړ افغانستان ګټه دومره زیاته ده، چې ټوله سیمه ورڅخه مشروع او مثبت منفعت ترلاسه کولای شي، دغه هدف ته رسېدل د شخړو او جګړو له لارې ناشوني دي.

ـ ګوند له ټول افغان ولس څخه مننه کوي، چې په تېرو څو ساعتو کې یې د خپلو ملي پوځونو هراړخیز ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې خپله ملي هوښیاري څرګنده کړې ده.

ـ ګوند د تاریخي افغانستان پر ټولو هغو ولسونو هم د هوښیارۍ او یووالي غږ کوي، چې د ګډ افغاني هویت پربنسټ له افغانستان سره تاریخي خواخوږي لري.

– ودان افغانستان ګوند په هرراز حالاتو کې له خپلو خلکو سره ولاړ دی او پر سیاسي تدبیر، هوښیارۍ او سوله ییزو لارو- چارو د دغو ستونزو د حل پر اصل ټینګار کوي.

د سرلوړي، امن او د نړۍ د هېوادونو د یوه سیال افغانستان په هیله

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کومېټه

کابل- افغانستان

۲۴/۳/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *