تاند- (پنجشنبه، د سنبلې ۲۱) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان ته ۷ لکه ۷۵۰۰۰ امریکايي پوځیان لږترلږه یو ځل تللي او ګڼ شمېر یې څو- څو ځلې دې هیواد ته استول شوي دي.
د ورځپاڼې پر اساس په افغانستان کې لږترلږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰ زره نور ژوبل شوي دي.
سږ کال ۱۶ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، د امریکا دفاع وزارت وايي چې له ۲۰۰۱ څخه افغانستان ته ټولټال ۳۸۵۰۰۰ سرتېري یوازې د یو وار لپاره استول شوي خو ۲۲۲۰۰۰ نور دوه وارې لېږل شوي دي.
همداراز 99000 امریکايي پوځیان لږترلږه ۳ ځلې افغانستان ته تللي دي، ۴۰۶۰۰ نور څلور ځلې افغانستان ته لېږل شوي دي او ۱۶۰۰۰ پوځیان ۵ ځلې او ۱۲۰۰۰ سرتېري تر ۵ ځلونو هم زیات افغانستان ته لېږل شوي دي.