د کابل هوایي ډګر یوه څنډه چې د ټلوالې د وژل شوي ،مشر، قوماندان مسعود عکس پرې لګېدلی دی

تاند – د تېرو شلو ورځو په جریان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر او ښار تر منځ لنډه لاره کې په بېلابېلو پېښو کې د ۵ کسانو جیبونه او بیکونه لوټل شوي دي.

ویل کیږي چې لوټل شوي کسان چې ډېر یې د لویې پکتیا د ولایتونو اوسېدونکي دي او په خلیجي هېوادونو کې مزدوري کوي کورونو ته په رخصتۍ د راتګ پر وخت لوټل شوي دي.

د خبري راپورونو له مخې، له یوه کس څخه شپېته زره عربي ریال لوټل شوي دي.

د لوټل شويو له جملې څخه دوه کسانو وویل چې کله له هوایي ډګر څخه ښار ته تلل، ټکسي یې د دوه رنجر موټرو له خوا ودرول شوه او ورته وویل شول چې باید تلاشي ورکړي. د تلاشۍ پر وخت یې له جېبونو څخه ۶۰ زره عربي ریال ووهل شول.

افغان فعالان وایي چې په دغو غلاوو او شکونو کې د کابل هوایي ډګر مسؤلین لاس لري ځکه په هوایي ډګر کې د راتلونکیو مسافرونو تلاشي کیږي او دا ورته معلومېږي چې له چا سره څه او څومره توکي دي.

ویل کیږي چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین تر ډېره د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شوني دي چې له یو شمېر افغانانو سره په تعصب ولاړ چلند کوي.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعال قاري عیسی محمدي په خپله فیسبوک پاڼه په دې موضوع په یوه ژوندي پروګرام کې وویل چې د کابل هوایي ډګر مسؤلین په دې برخه کې مسؤل دي او په کار دی چې استجواب کړای شي.

2 thoughts on “په تېرو ۲۰ ورځو کې د کابل نړیوال هوایي ډګر مخې ته ۵ کسان په رڼا ورځ لوټل شوي دي”
  1. د غنی خان پاچاهی ده، او په دغه پاچاهی کی د وطن خلک اوغټ غټ اولسونه، ځمکه، شتمنی، آمن او هر څه د ډیری غټی تباهی په لور روان دی، خدای دیی خیر کړی

  2. زما وروڼو!
    الله عزیزذوانتقام ذات دی زموږ او د ټول امت د مظلومانو انتقام دی دی خپله واخلی ، تیری ۲۰ ورځی نه بلکه تیر ۲۰ کاله دغو انحصار ګرو ملیشو دا او دیته ورته کارونه او جنایات د مؤمن ملت په وړاندی یی ترسره کړی ، دوی دیته جهاد وایی ، او هر هغه څه چی امتیازات ولری هغه هم دوی انحصاروی ، داسی کار چی ایمانداری ، ملت پالنه او سړیتوب ثابت کړی ، فیصدی یی ډیره کمه ده ، ددوی حکومت همداسی دی .
    یوازی دا امنیتی ارګانو کی ددوی ملیشی ندی چه دا رذایل ترسره کوی ، عین کار د ملی خیانت په کچه معاونین ، وزیران ،والیان ،سفرا، رئیسان ، قوماندانان او نور یی هم همدایی پدری او تنظیمی میراث دی .
    آفرین پر دی ملت چه ددومره شر او فساد سره بیا هم ژوندی پاتی دی
    دحل یواځیینی لار یی داده چی کاندیدان فی المجموع ،له ولسوالی تر ولسمشری مؤمنانه فلتر شی او څوک چی د فساد بوی او رنګ لری منحیث ارذل الناس له کاندیدی محروم اعلان شی
    اوبله لاریی داده چی تنظیمونه دی ارزیابی شی چی دا د مؤمنانه ارزیابی نه وروسته هغه احزاب چی ملی اهداف او مفید ملی فعالیت نلری او د ۵۱ ن تر ۹۹ ٪ ارکان یی په حکومت کی بی له فساد ، رذایلو او معاملو څه نلری باید تنظیم د ددوو دورو لپاره له کاندیدا محروم او ملی مفسدین یی محاکمه شی ورنه کله چی امراء فاسد وی ټول خلک فاسدیږی او اکثریت فاسد( بنابر دموکراسی) مفسدینو ته به خامخا رایه ورکوی او هیڅکله هم ګراف د فساد نزولی کیدای نشی
    اللهم لا تزد الظالمین الا تبارا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *