تاند- د افغانستان حکومت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په جګړو، د سړک د غاړې په بمي چاودنو او نورو بریدونو کې ۱۴ افغان سرتېري او ۶۴ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې په ۶۴ وژل شویو طالبانو کې هغه لس تنه هم شامل دي چې په وردک ولایت کې په یوه جګړه کې په یو وار ووژل شول.
د دفاع وزارت په وینا په دې نښته کې درې سرتېري هم د هاوان په ګولیو او د سړک د غاړې په بمي برید وژل شوي دي.
اووه عسکر په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو وژل شوي خو څلور نور د هیواد په نورو سیمو کې په وسله والو نښتو یا بمي چاودنو کې وژل شوي دي.
په داسي حال کې چې دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې ۲۷ وسله وال مخالفان وژلي، د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې ۳۷ وسله وال مخالفان یې وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. تېره اوونۍ په راپورونو کې ویل شوي و چې د جون په میاشت کې شاوخوا ۳۰۰ افغان پولیس وژل شوي دي.
خو د اسوشیتید پریس خبري اژانس له شمېرنو سره سم په مجموع کې د جون په میاشت کې، چې افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي چارو مشري په غاړه اخیستې، ۹۲۷ پولیس او د اردو منسوبین وژل شوي دي.
له بلې خوا د کژولټي ویبپاڼې، چې له پیله د افغانستان په جګړه کې د نړیوالو ايتلافي ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپروي، د راپور له مخې د جون په میاشت کې ۲۷ بهرني پوځیان وژل شوي خو په روانه میاشت کې تراوسه درې تنه بهرني پوځیان وژل شوي دي.
افسوس چې ډیری تلفات اوس هم ځمونږ ځواکونو ته اووښتی دی! یو سرتیری او ۱۰۰ طالبان سره مساوی دی. نه پوهیږم چې دا د نیولو ورسته پری ولی دولتی ډوډګاني خلاصوی. خو بس د نیولو سره د له منځه وړی دا د پاکستان ناجایزه اولاد (طالبان).