خبریال: بشیرالحق عادل: د بشري حقوقو ځايي مسؤلين وايي، د تېرو شپږو مياشتو راهيسې ولسي مرګ ژوبله ۱۲ سلنه لوړه شوې ده، نوموړی د عامو خلکو د وژل کېدو او ژبلېدو لامل هلمند کې روانه نا امني ښيي.
بل پلو د هلمند د امنيت امر هغه خبرې ردوي چې ويل کيږي امنيتي ځواکونه هم جګړه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته پام نه کوي.
د بشري حقونو خپلواک کميسون مسؤلين هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو خبر داسې مهال ورکوي چې اوس هم د هلمند په شمال کې جګړه روانه ده.
دغه ولايت کې د بشر د حقوقو مشر بلال صديقي وايي، په تېر نيم کال کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړی د مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل هلمند کې روانه نا امني او د طالبانو وسله وال بريدونه ښيي.
صديقي وايي ښکېلې دواړه خواې په ولسي مرګ ژوبله کې پړه بولي خو ډېره ګوته وسله والو طالبانو ته نيسي.
بلال صديقي وايي، د دوی د پلټنو او راجستر شويو شمېرو له مخې په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۶۲ ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي چې له دې ډلې يې ۱۲۸ مړه او ۲۳۴ ژوبل شوي دي.
نوموړی وايي په دغه قربانيانو کې يې ډېری ښځې او ماشومان دي.
ځان مرګي بريدونه، ماين چاودنې او د ملکي کسانو له کورونو د جګړې لپاره ګټه اخيستل هغه څه دي چې د مرګ ژوبلې کچه يې لوړه کړې.
بل پلو د هلمند د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار بيا د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون دا خبره نه مني چې ګواکې امنيتي ځواکونه د جګړې پر مهال د ولسي خلکو په وړاندې بې غوري ښيي.
نوموړی وايي، وسله وال طالبان د جګړې پر مهال د سيمه والو له کورونو کار اخلي چې پر مهال يې خلک مړه او ژوبل شي.
د هلمند د امنيت امر افغان سرتيري په جګړه ييزو قوانينو بلد وبلل او ويې ويل چې د جګړې پر مهال د دوی ډېر پام ولسي خلکو ته وي چې ژوبل نه شي.
هلمند ولایت کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدلو په اړه خبرونه په داسې وخت کي ورکول کیږي چې ددېولایت په ۴شمالي ولسوالیو کې لا اوس هم جګړه روانه ده چې هره ورځ پکې د مخامخ نښوتو، ماین چاودنو او ځانمرګوبریدونو پرمهال ملکي کسانو ته درانه تلفات اوړي.
دیادونې وړ ده چي تیر کال دملکي کسانو مرګ ژوبله ۷۸۰ تنه وه چي ۲۱۲ وژل شوي ووه او ۵۶۸تنه يي ټپیان شوي وه .