ارشیف

د بشر د حقوقو ځايي مسؤلين وايي، په تېر کال کې دلته سلګونه ولسي وګړي وژل شوي، او ژوبل شوي دي.

بل خوا مدني فعالان د ښکېلو خواو  بېغوري د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل بولي.

د هلمند د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مشر وايي، د ۱۳۹۲ ل کال په پرتله په ۱۳۹۳ ل کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره پنځه شپېته سلنه لوړه شوې ده.

نوموړی وايي: په تېر کال کې يې له دوی سره د ملکي تلفاتو ۱۰۵۵ قضيې ثبت شوي دي، چې په دغه قضيو کې د وژول شويو ولسي وګړو شمېره ۲۹۶ او د ژوبل شويو شمېره ۵۳۶ ته رسيږي.

بلال صديقي چې د دغه ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مشر دی وايي، په وژل شويو او ژوبل شويو کې ښځې، ماشومان او نور عام وګړي شامل دي.

د جنګونو ډېرېدل، د قانون نه حاکميت، د درنو وسلو څخه د ښکېلو خواو کار اخيستل او په سيمه کې د ولسي وګړو په منځ کې د ښکېلو خواو جنګېدل هغه لاملونه دي چې د صديقي په خبره د ولسي مرګ ژوبلې کچه يې لوړه کړې ده.

بلال صديقي وايي: (( بدبختانه زموږ د امنيتي ځواکونو په ډېره کمه موده کې روزل کيږي لکه سيمه ييز پوليس دوی د جنګ په اصولو نه پوهېږي نو دا هم په ولسي مرګ ژوبله کې لوی ونډه لري، موږ همېشه په دې اړه له امنيتي ځواکونو سره خبرې کړي دي خو تر اوسه د دوی له لوري د پوليسو په ښه روزنه کې کوم ښکاره بدلون نه ليدل کيږي.))

بل خوا د هلمند مدني فعالان هم په دغه ولايت کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښيي او ښکېلې خواوې د ولسي مرګ ژوبلې په تړاو په بېغورۍ تورنوي.

سردار محمد همدرد چې د هلمند مدني ټولنې مشر دی وايي: په دې وروستيو کې دلته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده، همدرد بيا هم پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې په جګړه کې دې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

سردار محمد همدرد وايي: (( موږ په هلمند کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په تړواو څو وار اعلاميي خپرې کړې، پر ښکېلو خواو مو ږغ وکړ چې ولسي وګړو ژوند ته دې پام وکړي، له بده مرغه تېر کال په هلمند کې ګڼ شمېر ولسي وګړي وژل شوي موږ په دې اړه ډېر اندېښمن يو.))

خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخیل وايي: د تیر کال په پرتله د جګړو له امله ملکي تلفات کم دي.

نوموړي د بشر د حقونو د خپلواک کميسون هغه ارقام چې وايي ۶۵ سلنه ملکي تلفات ډیرشوي ناسم بولي او وایي د جګړې په لمړیو کرښو کې د ولسي خلکو ژوند ته پام شوی دی.

ملاخيل وايي: (( موږ د تیر کال په پرتله ملکي تلفات نلرو خو داسې ارقامو ته چې وګورئ په نشت حسابل کیږي خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ الحمدالله په ټولو عملیاتو کې چې ترسره سوي دي ۳ تنه لرو خو زه نه پوهیږم چی دبشرحقونه دغه ارقام څنګه وایي.))

د هلمند د بشر د حقوقو کميسون مسؤلين او ددغه ولايت مدني فعالان په داسې وخت کې د ولسي مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي چې له تېرو پنځه اونيو راهيسې د هلمند په شمال او جنوب کې پراخ عمليات روان دي، چې ډېری ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتې، خو امنيتي ځواکونه د ولسي مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه ورکوي، ولې د سيمې خلکو وخت ناوخت مدني ټولنو او رسنيو ته عامو خلکو د سر او مال د زيان شکايتونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *