تاند- د تکنالوژۍ یوې کمپنۍ داسې ژباړونکې وسیله جوړه کړې چې کاروونکی یې د هویت د کارت په شان په غاړه کې ځړولی یا په کورتۍ او کمیس پورې ټومبلی شي.
دا وسیله اصلاً د روغتیايی کارکوونکو لپاره جوړه شوې ده.
د (Fujitsu Laboratories) کمپنۍ په وسیله دا جوړه شوې ژباړونکې وسیله بې له دې چې کاروونکی یې په لاس کې ونیسي، کار کوي.
تېر کال فوجیتسو کمپنۍ داسې ټبلېټ جوړ کړی و چې په هغو کې نصب بهرنیو مایکروفونونو د خبرو په مهال بېلابېل کسان پېژندلی شوای. دغه سیستم د نورو ژبو مکالمې وژباړلی شوې.
خو د دې نوې الې کمال دا دی چې یو خو یې سایز یا اندازه ډېره کمه ده او بل له وای فای سره وصل کېږي او کاروونکی یې په خپلو جامو پورې ټومبلی شي.
د دې الې یوه بله ځانګړتیا دا ده چې له اصلي کسانو یعني هغو کسانو پرته چې کاروونکی ورسره خبرې کوي، د نورو شاوخوا کسانو ږغ نه اخلي او په حقیقت کې د نورو خبرې فلټر کوي.
دا اله دوه مایکروفونه لري چې یو یې مخته دی او د مقابل لوري خبرې ژباړي او بل مایکروفون یې د الې په پاسنۍ برخه کې دی چې د کاروونکي ږغ ثبتوي.
دا اله په اتومات ډول د خلکو خبرې ژباړي.
له دې الې څخه د سږ کال له نوومبر میاشتې څخه د جاپان د توکیو په روغتونونو کې کار اخیستل پیل شول.
په لاندې ویدیو کې د ژبالړې یوه بله وسیله وینئ چې په غوږ کې اېښودل کېږي.
دا لاندې د ژباړې یوه بله وسیله ده