تاند- د جاپان د فوکوشیما په سواحلو کې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۹ زورورې زلزلې په دغه هیواد کې د څونامي په وړاندې د خبرداري زنګونه وکړنګول.

د جاپان د زلزله پېژندنې ادارې وویل چې دې زلزلې چې د دغه هیواد د سې شنبې د ورځې د سهار په ۶ بجې په سمندر کې ۱۰ کیلو متره ژوره پېښه شوه، سمندر په څپو کړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو د زلزله پېژندنې ادارې بیا وویل چې د دوی لومړنۍ محاسبه د زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۳ ښيي. دې ادارې وروسته وویل چې د زلزلې شدت د ريښتر ۶ اعشاریه ۹ و.

فوکوشیما د پلازمېنې توکیو په شمال کې ده. په دغه ځای کې د جاپان اتومي برېښناکوټ موقعیت لري چې د ۲۰۱۱ م کال له زلزلې سره جوخت څونامي ویجاړ کړ.

د جاپان د توهوکو برېښنا ادارې وویل چې په اتومي برېښنا کوټ کې یې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *