تاند – د جرمني د ارنزبرګ سیمې په بوخوم ښار کې په لسګونو افغان کډوالو افغانستان ته د کډوالو د په زور ستنولو په برخه کې د جرمني او افغانستان د موافقې پر ضد مظاهره وکړه.
د دوشنبې په ورځ د اګست په ۲۹مه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت ویلي وو چې له اروپایي هېوادونو سره د کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې په یوه موافقه کار کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې هره اونۍ دې د هغو افغان کډوالو پنځوس تنه کابل ته راستانه شي چې جرمني یې د پناه اخیستنې وړاندیزونه رد کړي دي.
تاند ته د بوخوم ښار د مظاهرې یوه رارسېدلي ویډیو ښیي چې د مظاهرې ګډونوال د افغانستان د حکومت له خوا د یادې موافقې منل ردوي او له ډېره قهره د افغانستان په جمهور رییس او اجراییه رییس د هغوی د دغه کار له امله لعنت وایي.
تر دې مخکې د جرمني په مونشن ښار کې هم افغانستان ته په زوره د کډوالو د را شړلو پر ضد مظاهره شوې وه چې ګډونوالو یې جګړه ځپلي افغانستان ته چې د زېربناوو په شمول ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي بېرته راتګ د نه منلو وړ ښودلي وو.
جرمني او نورو اروپایي هېوادونو ته تللي کډوال افغانان د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له جرمني او نورو هېوادونو سره دې داسې موافقې نه لاسلیکوي چې افغانان په زوره بېرته جګړه ځپلي افغانستان ته راستانه کړي. هغوی وایي چې که د افغانستان حکومت د افغانانو په هکله ډېره اندېښنه لري له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو او راستنېدونکیو افغانانو له پاره دې د بیامېشتېدنې اسانتیاوې برابرې کړي.
د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو او داعش وسله والو په شمول یاغیان د ملکي خلکو په وړاندې له پوره وحشت څخه کار اخلي. وسله والو په دې سلسله کې د ګڼو نورو وحشتونو تر څنګ په ننګرهار کې یو دوه ورځنی ماشوم حلال کړ، په غزني کې یې یوه ۹ کلنه نجلۍ ووژله او په کندوز ولایت کې یې د لارې د سر خواوشا ۳۰ تنه مسافر له کومې پوښتنې ګروېږنې پرته په ډله ییز ډول ووژل.
ویل کیږي چې د افغانستان د پکتیا، هلمند، ننګرهار، غزني، میدان وردک، بغلان، لوګر، او کندوز په شمول ګڼ شمېر ولایتونه مستقیما د وسله والو یاغیانو تر ګواښ لاندې او له امنیت څخه بې برخې دي. له دغو ولایتونو څخه د وروستیو جګړو له امله په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. د دې تر څنګ پخپله په کابل ښار کې په رڼا ورځ وهل، ټکول، تښتول او وژل ترسره کیږي او یوازې زورواکي او د وسله والو مافیاوو غړي کولی شي چې خپل ځانونه خوندي وساتي.