تاند – د جرمني د بایرن ایالت اړوند د ورزبرګ په سیمه کې یوه افغان ځوان په اورګاډي کې د تبر او چاقو په واسطه څو کسان زخمیان کړل.

دغه پېښه نن په ځایي وخت د ماښام په خواوشا ۹:۱۵ بجو وشوه، او د پولیسو یوه ویاند وویل چې د پېښې عامل په داسې حال کې چې غوښتل یې چې د پېښې له ځای څخه وتښتي د وسله والو پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو.‌

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې چې له نیویارک څخه خپریږي د سیمې د پولیسو د ویاند له خولې لیکلي چې،‌ په پېښه کې درې کسان سخت ټپیان شوي دي او ۱۴ نورو کسانو سخت ټکان خوړلی دی.

د دویچه ویلي نړیوال سروېس د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو د وزیر یواخیم هیمن له قوله لیکلي چې د پېښې عامل ۱۷ کاله عمر لري او افغان دی او د حملې پر وخت یې د الله اکبر چیغې وهلې.‌ د پولیسو په وینا حمله کوونکي په خپل کور کې د داعش بیرغ ساتلی و.

ویل کیږي چې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان باندې حمله وکړه ګڼ شمېر افغان ماشومان د پاکستان په خاوره کې د هغه هېواد د استخباراتي ادارو له خوا د ځانمرګو بریدونو او نورو ترهګریزو حملو د ترسره کولو له پاره تربیه کیږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې حملې وکړي چې ښایي دغه تنکی ځوان هم د یادو ادارو له خوا د داسې پېښې ترسره کولو ته هڅول شوی وي.

بلې خوا ته،‌ په وروستیو کلونو کې د افغانانو تر څنګ ګڼ شمېر پاکستانیانو، ایرانیانو، کردانو او ان هندوانو د جرمني په شمول په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې د افغانانو په نامه د پناه غوښتنې کړي ځکه چې هغوی فکر کوي چې په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله د افغانانو د پناه د ترلاسه کولو چانس ډېر دی، خو که په ریښتیا سره ثابته شي چې د پېښې عامل افغان دی دا به د هغو لسګونو زرو افغانانو له پاره په جرمني کې د پناه د ورکړې په شرایطو بد تاثیر وکړي چې د مرګونو جګړو او نا امنیو له امله یې افغانستان پرېښی او د ډېرو کړاوونو په ګاللو تر جرمني پورې رسېدلي دي.‌

3 thoughts on “په جرمني کې یوه افغان ځوان د تبر او چاقو په وسیله څو کسان ټپیان کړل”
  1. . . دا به اول افغان نه وی کری که ی کری وی افراتی انگیزه به ونلری ولی په آلمان کی افغانانو دیر محدودیتونه لگولی دی نری نورو اتباعو پرتله. هغه افغانان چه جرمنی زبه زدهکوی هغوی دپاره وریا کورسونه نشته دی هر افغان باید 75 ایرو میاشت کورس ته ورکری په آلمان هر مهاجرت ته 320 ایرو خرچ ورکوی خو افغانآن باید 320 ایرو سخه 75 کورس ته ورکری چه دغه کورسونه نری نورو اتباعو ته وریا دی . افغانان نری نورو اتباعو په پرتله سخت ستونزو سره مخ دی که چیری دغه افغان ریشیا ترهگر وی نو ولی اسلحه نه لری ولی چاقو نه ی کار اخیستی دی خو دا ترهگر نه دی شاید له زره تنگی نه دغه کار ته مجبوره شوی وی افغانانو زوند له نورو پرتله په آلمان کی دیر محدودیتونه لری افغانآن ترهگر نه دی هغه ستونزی په افغانستان کی ورسره مخ یو هغه قربانی افغان ولس ورکری دی چاقو کتو سره پولیس حق نه درلودو چه پولیس له اسلحه نه کار واخلی کوم کس وژلو شوی هم نه دی الله اکبر مهم نه دی په هغی باندی ترهگر کیگی نه عوامل باید معلوم شی بل کوم کس وژل شوی هم نه دی که چیری تختیدلی وای چیری به لارو بیرته به زر نیولی شوی وو دوی دیر امکانات هم لری پولس یو چاقو دفاع نشی کوی بیا په آلمان کی . که چیری دغ مهاجر افغان اسلیخه درلوده بیا پولیس ویشتلی وای پروا ی نه درلوده

  2. ډیر کسان کیدای شی چی په مهاجرو کی سختدریځه اویا یی د کورنی غړی تللی وی چی دوی کیدای شی په ډیر کم نه زغمونکی عمل سره ددوی ذهن د وګرځی او په ترهګریز عمل د لاس پوری کړی د جرمنی حکومت باید دهرچا په ښه واضح اسنادو سره تحقیق وکړی چی د هر مهاجر ځای په اصلی وطن کی مطمئن شی او بیا یی په اړه تصمیم ونیسی ټول افغانان ترهګر ندی دوی له سختو شرایطو په ویره سره خپل وطن پریښی دی او اروپایی هیوادو ته یی مخه کړیده ،ایرانیان،پاکستانیان اوهندوان کولی شی د افغانانو په نامه سره خپل جعلی اسناد وړاندی کړی ترڅو قبول شی باید اسناد یی ښه په دقیق شکل سره وکتل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *