تاند- د جرمني څارنوالان وايي، د افغانستان د ملي اردو یو پخوانی افسر یې د بندیانو په شکنجه کولو او جنګي جنایت تورن کړی دی.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ نن /دوشنبه/ وویل، دا افغان ۲۶ کلن دی او احمد ظهیر (زهیر) نومېږي. د جرمني د قوانینو پر اساس د هغه د کورنۍ نوم پټ ساتل شوی دی.
پر هغه تور پورې شوی چې په افغانستان کې یې لږترلږه ۳ بندیان د پوښتنو – ګروېږنو په مهال سخت شکنجه کړي دي.
په راپور کې دا هم نه دي ویل شوي چې بندیان د افغانستان په کوم ځای کې د زهیر له لوري شکنجه شوي دي.
ویل شوي، په داسې حال کې چې یو وسله وال عسکر ولاړ و، زهیر یو مشکوک بندي له وېښتانو کش کړ او سوکونه یې ورکړل. بل عسکر د پلاستیکي پایپ په وسیله بندي واهه او درېم پر مځکه غورځولی او وهلو ته یې دوام ورکړی دی.
د افغان اردو دا افسر د اکتوبر په ۲۵ مه د جرمني په مونښن ښار کې ونیول شو.