د افغانستان د فرهنگي اثارو نندارتون په ألمان کې د افغانستان د لوى سفارت د فرهنګي أتشې د دفتر له خوا د 1397 لمريز کال د لړم په دريمه نيټه د ألمان په برلين ښار کې پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د بيلابيلو سيمو د اوسيدونکو دوديزې جامې،د افغانستان مختلفې ميوې، افغاني لوښي، د افغانستان د تاريخ او کلتور په اړه انځوريز کتابونه او نور فرهنګي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د افغانستان د فرهنګى اثارو نندارتون د نړۍ د اتيا هيوادونو سفيرانو، ديپلوماتانو د المان او نورو بهرنيو هيوادونو ځينو استازو او د افغانستان د ملي ورځې د مراسمو ګډونوالو په ډيره علاقمندي وليد چې د موظفو کسانو لخوا په هره برخه کې معلومات او توضيحات وړاندې کيدل.
د دغه نندارتون په اړه نور رپوټونه به په جرمنى کې د افغانستان د فرهنګى أتشې د دفتر په ځانګړې پاڼه کې خپاره شي