په بادن ورتمبرګ ایالت کې د افغان کډوالو په ملاتړ لاریون

تاند – د جرمني په یو شمېر سیمو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د ډيپورټ کېدلو پر ضد لاریونونه ترسره شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ديمیزیر وړمه ورځ د دغه هېواد له ایالتي حکومتونو څخه وغوښتل چې رد شوي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي، خو پنځو ایالتونو د وزیر خبره بابېزه واخیسته او ویې ویل چې په افغانستان کې امنیتي شرایط ناسم دي او هلته د کډوالو بېرته ورستنول له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

نن جمعه /د فبروري ۲۴مه/ د جرمني په بادن ورتمبرګ ایالت کې د افغان کډوالو د جبري ستنونې پر ضد لاریون وشو چې کډوالو او ځايي جرمني اوسېدونکو په کې برخه اخیستې وه.

د لاریون یوه جرمني برخه وال اېس ډبلیو آر تلوېزیون ته وویل، «ما له ډاکترانو، او د ژوند د نورو برخو له کارکوونکو سره خبرې کړې دي، هغوی راته ویلي دي چې افغانستان ته د دغو کډوالو لېږل لېونتوب دی.»

افغانستان ته ډیپورټ شوي کسان د کابل هوایي ډګر کې

د جرمني د بایرن ایالت په مونشن ښار کې د ټولنیزو رسنیو یوه ځوان فعال وزیر ځدراڼ د تېرې ورځې د ډیپورټ شویو کسانو په هکله د خبرو کولو پر وخت تاند ته وویل، «۱۸ کسان يي وشړل، ۵ کسه افغان کډوال يي بيرته راګرځولي، له يوه سره ماشوم زوی وو، بل رواني ناروغ، درې نورو کسانو بيا له کليسا دپناه غوښتنه کړي وه
ځکه دوی بيرته راګرځول شوي دي.»

ښاغلي ځدراڼ وویل، «د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره د کډوالو بيرته ستنول افغانستان ته د اروپايي هېوادونو له لوري د بشر له حقونو څخه سرغړونه ده.»

نوموړزي زیاته کړه، «افغانستان په اوسنيو شرايطو کې له ډېرو ستونزو سره په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د زرګونه افغان کډوالو د منلو له ستونزې سره مخامخ دى، چې حکومت تر اوسه پورې د دوى لومړنۍ اړتياوې هم نه دي پوره کړي نو څنګه به له اروپا شړل شويو کډوالو اړتياوې پوره کړي چي په سر کي يي امنيت ده چي دوی د امنيتي ستونزې له امله هيواد پريښودلی.»

وزیر ځدراڼ وویل، هغه له افغان دولت نه هيله کوي چي نور يي مخه ونیسي، له اروپا سره د کډوالو په اړه د افغانستان تړون لغوه کړي، او په دې خبره  دې سوچ وکړي اروپا ميشتي افغانان دهيواد په اقتصاد کي لوی رول لري.

One thought on “په جرمني کې د افغان کډوالو په ملاتړ مظاهرې، کلیسا درې تنه افغانان له ډيپورټ کېدلو څخه را وګرځول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *