تاند (جرمني) – دغه پېښه نن سهار په ځایي وخت خواوشا ۷ بجې د جرمني په تر ټولو لوی ایالت، بایرن یا بواریا کې د هولزکیرښین او روزینهایم د ښارونو ترمنځ د باد ایبلینګ په سیمه کې رامنځته شوه.
د جرمني د دویچه ویلې د راپور په اساس، پولیس او هوایي او ځمکني امبولانسونه د اورګاډو د ټکرځای ته رسېدلي دي او د پېښې اکثر ټپیان د یادو ښارونو روغتونونو ته رسول شوي دي.
لومړني راپورونه ښیي چې په پېښه کې ۸ کسان مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي دي چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی. په دغو اورګاډو کې خواوشا ۱۰۰ کسانو سفر کاوه.
بایرن، چې مرکز یې مونیخ یا مونشن دی، د جرمني یو فدرالي ایالت دی چې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې پروت دی او ۷۰۵۴۸ مربع کیلومتره پراخوالی لري. بایرن د جرمني تر ټولو لوی ایالت دی چې د دغه هېواد نژدې یو پر پنځه برخه ځمکه جوړوي، او د خواوشا ۱۳ میلیونه نفوس په لرلو سره په جرمني کې دویم لوی نفوس لرونکی ایالت ګڼل کیږي. له تېر یوه کال راهیسې د سوریې، افغانستان او عراق اکثر کډوال د جرمني همدغه ایالت ته راغلي دي ځکه ویل کیږي چې د نورو ایالتونو په نسبت ډېر شتمن دی او د کار فرصتونه په کې ډېر موندل کیږي.