تاند- په جرمني کې یوه ښځه په دې خاطر چې د موټر د پارکینګ کولو لپاره یې نژدې اویا ایرو محصول نه و ادا کړی، اووه زره ایرو جریمه شوه.

د مونیخ (Abendszeitung) ورځپاڼې د راپور له مخې دې ښځې، چې نوم یې نه دی اعلان شوی، خپل موټر، چې په ۶۹ ایرو او ۴۴ سینټو جریمه شوی و، نهه کاله په پارکینګ کې پرې ایښی او په خپله تښتېدلې وه.

د پارکینګ خاوند نهه کاله وروسته په ښځې پسې د نهو کلونو حساب راوایست، ویې ویل چې د ورځې د دې د موټر د پارکینګ محصول شل ایرو کېږي چې په کال کې تر اووه زره ایرو اوړي.

ښځې فکر کړی و چې موټر یې هسي هم زوړ دی او په دې نه ارزي چې جریمه یې ورکړي نو یې پرې ایښی و. خو د پارکینګ مسوولان وايي چې دنده لري، اوزګاره نه ده باید جریمه پرې کړي.

د پارکینګ مسوول وايي، که څه هم دا معمول نه ده چې څوک دې موټر پرېږدي خو کله ناکله دغسي کېږي.

د پارکینګ خاوند وايي چې ۲۲ پارکینګونه لري چې ۱۲۲۲۶ موټرونه پکې ځاییږي.

By admin

One thought on “په جرمني کې د پارکینګ په خاطر یوه ښځه ۷ زره ایرو جریمه شوه”
  1. دعاسلام له طرفه د خلیل الله او صدیق الله بعد له سلامه
    موژ دیر خوش یو چی دا نوی ویب سایت مو جور کر او موژ هروخت د تاند ویب سایت حخه استفاده کوه او روغتیا یی مسایلو ته مو توجه زیاته کری
    بااحترام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *