تاند- په جرمني کې د شنبې په ورځ /فبروري ۱۱/ سلګونو تنو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو خلاف مظاهره وکړه.

په دې مظاهره کې، چې په دوسیلدورف ښار کې وشوه، د جرمني له حکومته وغوښتل شول چې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو له پالیسۍ لاس واخلي.

دا مظاهره د جرمني د شمالي راین ویستفالیا (NRW) ایالت د کډوالو شورا ترتیب کړې وه.

دې شورا د دوسیلدورف چارواکو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان امن نه دی او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ راپور ثابتوي چې په دغه هیواد کې حالات په وروستیو کې لا خراب شوي دي.

 جرمني سږ کال لږترلږه په دوو جوپو کې په لسګونو افغانان په الوتکو کې کابل ته ورسول.

دا هیواد وايي، هغه پناه غوښتونکي بېرته استوي چې درې ګونو محکمو د هغوی غوښتنلیکونه رد کړي وي او یا یې په جرمني کې جرم کړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *