تاند- په جرمني کې یوه کوتره غلا شوې چې خاوند یې ادعا کوي ۱۵۰۰۰۰ (یو نیم لک) یورو ارزښت لري او که چا وموندله نو ۱۰ زره یورو جایزه ورکوي.
په پخوا زما نو کې به ځینو کوترو په دې خاطر زیات ارزښت درلود چې په جاسوسي کې به ورڅخه کار اخیستل کېدای شو خو اوس ساینس او ټکنالوژۍ دومره پرمختګ کړی چې له کوترو څخه استفادې ته یې اړتیا له منځه وړې ده.
مګر د جرمني د دورسیلدروف ښار یو اوسېدونکی وايي چې د ده کوتره، چې (AS969) نومېږي ډېره قیمتي کوتره ده او چا غلا کړې ده.
د کوترې خاوند د دورسیلدروف ورځپاڼو ته ویلي چې کوتره یې یو نیم لک یورو ارزښت لري او داسي چا غلا کړې چې په ارزښت یې پوهېده.
ده، چې نوم یې نه دی افشا شوی، پولیسو ته شکایت کړی او پولیسو له ډېرو هڅو وروسته له خلکو غوښتي چې د دې کوترې په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.
پولیسو د کوترې نښې نښانې اعلان کړي دي.
د کوترې خاوند ویلي، که چا دا کوتره وموندله نو لس زره یورو به جایزه ورکړي. ده نه دي ویلي چې کوتره یې څه ځانګړتیا لري.