خبرتیا

له هرڅه لمړی دکوچني اخترد رارسېدوپه مناسبت دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولومسلمانانوته مبارکي وایو.

له پخوانۍ خبرتیاسره سم نن داګست میاشتې په اتمه ۸ نېټه دجرمني بایرن آیالت دمونشن ښارد میرویس نیکه په جامع جومات کې دوه ځلې د کوچني اخترلمونځ ادأ شو.

د دواړو لمونځونود اداکوونکوشمېرله توقوع څخه لوړڅه چې لا یوشمېرکسان خودباندې په دهلېزونوکې هم ناځاېدل.

داچې دمیرویس نیکه جامع جومات د رهبري هیئت غړولا وار دمخه هرڅه سم تنظیم کړي وو نو ځکه ټول مېلمانه په پوره خوشحالي د اختر لمانځه له ادأکولوڅخه وروسته خپلو کورونوته ستانه شول.

ما ته تربل هرڅه دخوشحالي ځای دا و، چې د دومره ګڼ شمېرمېلمنو له وجود سره سره نه یوازې کومه بې نظیمي را مینځ ته نه شوه، بلکې هرګډونوال خپل کورته دتلو په وخت کې خپله برخه کیک او کلچې هم ورسره واخیستې .

ماچې داخترلمانځه دا درانه اداکوونکي دتلوپه وخت کې دمیرویس نیکه له جامع جومات څخه بهر لیدل ډېر راته په زړه پورې ځکه و، چې د دوی ګڼې ګوڼې ته المانان اونورلارویان حیران وو، چې دا څومره په ګڼ شمېرسره مخلوق بې له کومې بې نظمي څخه  خوځیږي راخوځيږي.

ما ته دیو آزاد ژورنالیست په صفت دا تر بل هرڅه د خوښي اوقدروړ مسئله وه زه وایم ای خالقه داسې ورځ راولې چې په ګران هېوادکې موسوله حاکمه او داخترلمونځونه مو بې له کومې پېښې ادا شي.

ای ربه له موږ څخه مروره سوله بېرته را پخلا او ګران هېواد ته راستنه کړې

الله امین یارب العلمین

محمدامین بسمل

2 thoughts on “په جرمني کې کوچنی اخترولمانځل شو”
  1. هرافغان بایددګران هیواد دجوړیدو په خاطرسترڅښتن ته لاس په دعاپورته کړی یاالله ته ژموژټاټوبی راودان کړی امین یارب العالمین

  2. وروره دا دوعا هم ورسره یو زای کړه چی یا الله یا الله یا الله زموږ درهبرانو چی فه چو کی نه سره جوړیدل او زموږ دغیریب ولس فه سر نویشت یی لوبی وکړی فه دونیا او اخیرت یی وشرموی۰ یا الله یا الله یا الله زموږ درهبرانو او لادونه وکړوی او دنورو افغانانو فه شکل یی زلیل کړی ۰ یا الله یا الله یا الله زموږ دهغو سیا ست مدا رانو شزی او لوړنی داسی سفکی کړی لکه سنګه چی دلاهور هرا مندیی کی بی وقاره او بی عزته شزی ګرزی۰ یا الله یا الله یا الله چی کله رو سان ووتل او کفارو شکست وکړ او بیا زموږ وطن کی ربانی سیاف حکمتیا مزاری خلیلی دوستم مسعود او داسی دغونورو رهبرانو کمونستانو او جنایت کارانو رهبرانو زموږ وطن تباه او بر باد کړ داسی تول تو ته توته کړی لکه ربانی او مسعود چی تو ته توته شو او همداسی ملاعمر هم تو ته توته کړی ۰ چی ده اسامه سه کاوه خو چیچنیا یا بل هیواد ته به یی لیږلی وه زموږ وطن تباه شو خلک بی عزته شول یتیمان او کوندی مو جایګی نه ۰ ۰۰۰۰۰ والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *