تاند- په جرمني کې یوه افغان د محکمې په انګړ کې دوه تنه ووژل او په خپله له تېښتې وروسته د پولیسو له لوري د محکمې په انګړ کې ونیول شو.

نن سهار پنځلس کمې نهه بجې دغه افغان د یوې زړې دوسیې په خاطر د فرانکفورټ ښار محکمې ته جلب شوی و خو مخکې تر دې چې د محکمې ودانۍ ته ننوځي له دوو نورو افغانانو سره یې جنجال پېښ شو، پر هغوی یې ډزې وکړې او بیا یې پر چاقو ووهل.

څرګنده نه ده چې دغه ۴۷ کلن افغان وسله څرنګه ترلاسه کړې وه او محکمې ته یې ولې راوړې وه.

د جرمني پولیس وايي درې واړه د یوه قتل په تړاو، چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې شوی و، محکمې ته جلب شوي ول.

یو تن ځای پر ځای ووژل شو خو دوهم، چې هم پرې مرمۍ لګېدلې وه او هم یې د چاقو ګوزارونه خوړلي ول، په روغتون کې ساه ورکړه. د وژل شویو کسانو عمرونه پنځوس او ۴۵ ښودل شوي دي.

د حمله کوونکي او وژل شویو کسانو نومونه نه دي څرګند کړای شوي خو ویل شوي چې دوی د موټرو د پېر و پلور کاروبار کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *