تاند- یوه افغان تېره اوونۍ په جرمني کې پر یوه کلیسا برید کړی و خو د کلیسا ادارې د ده خلاف رسمي شکایت ونه کړ.

مګر اوس خبره رسوا شوه چې دغه ۱۹ کلن افغان د هامبورګ په ایلبیک مېنه کې د ماښام په ۷ بجې او ۲۰ دقیقې پر (Versöhnungskirche) کلیسا برید وکړ. ده کلیسا په چوکیو او لښتو وویشته، د عیسویانو مذهبي کتابونه یې وغورځول، څیري یې کړل او شیشې یې ماتې کړې.

2د جرمني د رسنیو د راپور له مخې د کلیسا خادمان او پادري سخت ووېرېدل او له همدې کبله یې دغه کس، چې وروسته څرګنده شوه، افغان دی، پرېښود چې ورانکارۍ ته دوام ورکړي.

ده افغاني جامې اغوستې وې او په کلیسا کې موجودو کسانو فکر کاوه چې د کالو لاندې به یې د انتحاري حملې لپاره د چاودېدونکو موادو واسکټ وي.

د جرمني رسنیو، دغه کس په نوم نه بلکې د یوه مسلمان په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه مسلمان د ورانکارۍ په ترڅ کې هیڅ خبره له خولې ونه وته او داسي هیڅ نښه وروسته هم ونه موندل شوه چې له سلفیانو سره تړاو لري، له همدې کبله د جرمني د جنایتونو ایالتي ادارې د دې پېښې انګېزه اسلامي ونه بلله.

د پېښې یوه شاهد پیتر ایچ، چې د دغه افغان د ورانکارۍ عکس یې اخیستی دی، وايي چې ده د کلیسا مخته په لوړ ږغ مسلمانانو ته په خطاب کې وویل چې ولي یې دا کار وکړ او ولي یې ځان په خطر کې واچاوه. ده وروسته په چیغو د خپلې پوښتنې ځواب ووایه«د دې لپاره چې زه مسلمان یم.»

د جرمني رسنۍ وايي چې دې ته ورته پېښه تېره میاشت په ایټالیا کې وشوه. په ایټالیا کې یوه افریقايي مسلمان د یوې تاریخي کلیسا د ۱۷۰۰ لسیزې د حضرت عیسي (ع) مجسمه ماته کړه، ویې ویل چې دا بدعت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *