تاند- د جرمني پولیس وايي، په بایرن ایالت کې یوه افغان پناه غوښتونکی ځان ته اور ورته کړ.

د پولیسو په وینا دغه ۱۹ کلن افغان نن /دوشنبه/ د نورنبرګ او مونښن ترمنځ په ګایمرشیم ښارګي کې د یوه پلورنځي مخته پر ځان تېل واچول او ځان یې وسوځاوه.

اور د نورو کسانو له لوري ژر مړ شو.

شاهدان وايي چې دغه افغان د پېښې ځای ته نژدې د تېلو له ټانک یا پمپ څخه تېل واخیستل.

دغه کس، چې نوم یې نه دی څرګند کړای شوی، سخت ژوبل شوی او اوس په روغتون کې بستري دی.

تراوسه د ده د ځان سوځولو علت نه دی څرګند شوی. پولیس وايي چې دغه سوځېدلي کس له ځان سره چاړه هم لرله خو کار یې ورڅخه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ