تاند- د جرمني د دوسیلدورف (Dusseldorf) ښار د رېلګاډي په تمځي کې یوه تن په تبره پر خلکو حمله وکړه او څو تنه یې ژوبل کړل.
تروریستي ضد پولیسو تمځی محاصره کړی دی.
راپورونه وايي چې څو تنه سخت ټپیان شوي او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه ښيي چې طبي کارکوونکي د ټپیانو درملنه کوي.
مشکوک حمله کوونکی د پولیسو له لوري نیول شوی خو تر دې دمه د دغه کس د حملې انګېزه څرګنده نه ده.
دا هم (تر دې دمه) نه دي ویل شوي چې حمله کوونکی څوک دی.
جرمني په اروپا کې تر ټولو زیات مسلمان پناه غوښتونکي منلي دي.
په دغه هیواد او نورو اروپايي هیوادونو کې مخکینۍ تروریستي حملې سبب شوي چې په اروپايي هیوادونو په تېره بیا جرمني کې د افغان، سوري او عراقي پناه غوښتونکو د منلو لپاره شرایط سخت شي.
جرمني ویلي چې سږ کال به شاوخوا ۱۲ زره افغانان خپل هیواد ته بېرته ولېږي. تراوسه جرمني په درو الوتکو کې په لسګونو افغان پناه غوښتونکي کابل ته استولي دي.