تاند- د جرمني رسنیو نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد په یوه رېلګادي کې یوه نازي پلوه توکمپال پر یوه افغان زلمکي حمله وکړه.
د جرمني د ساکسوني ایالت په فوګاتلند کې دغه یودېرش کلن سړي، چې نوم یې رسنیو نه دی څرګند کړی، د شنبې په ورځ مخکې تر دې چې ۱۵ کلن افغان ووهي، لومړی یې هغه ته ښکنځلې وکړې او بیا یې د نازیانو په شان سلامي وکړه.
د نازیانو په شان سلامي (لکه د عکس) په جرمني کې منع ده او که هر څوک له دې ډول حرکت سره ولیدل شو، سزا ورکول کېږي.
پولیس وايي چې پېښه په یوه رېلګاډي کې وروسته له دې وشوه چې یو شمېر سپرلۍ له رېلګاډي کښته شوې.
افغان زلمکی، په امبولانس کې روغتون ته یووړل شو. د روغتون مسوولان وايي چې ټپونه یې جدي نه دي او ژر یې رخصت کړی دی.
پولیسو ویلي چې د حمله کوونکي لپاره یې دوسیه پرانیستې ځکه چې دا قضیه توکمپالونکې یا راسیستي بڼه لري.
د پولیسو په وینا تحقیقاتو وښودله چې حمله کوونکي الکول څښلي ول او ورڅخه تحقیقات روان دي.
سیمه ییزې رسنۍ وايي چې د حملې په مهال یوازې چلوونکی په رېلګاډي کې و او هغه نه شوای کولی چې ماشوم له حملې وژغوري.
د پېښې شاهدان وايي چې حمله کوونکي دوو سوریه والو ته هم سپکې سپورې وویلې.