تاند- د جرمني په انسباخ ښار کې یوه سوریه وال پناه غوښتونکي د موسیقۍ د مېلې په مهال له ځان سره چاودېدونکي مواد منفجر کړل او ۱۲ تنه یې ژوبل کړل.

د جرمني د بویریا ایالت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې پېښه کې حمله کوونکی وژل شوی او په ۱۲ ټپیانو کې د ۳ حال نازک دی.

دغه سوري پناه غوښتونکی، چې د پناه غوښتنلیک یې رد شوی و، وروسته له دې ځان والوزاوه چې د موسیقي مېله ځای ته له ننوتو راوګرځول شو.

د پولیسو په وینا چاودنه د موسیقي مېلې د ځای په دروازه کې شوې ده.

د یویریا ایالت د کورنیو چارو وزیر د حمله کوونکي پناه غوښتونکي په اړه وايي چې هغه تر دې وړاندې دوه ځلي د ځان وژلو هڅه کړې وه او څه موده د روحي ناروغیو په روغتون کې بستر و.

ده همداراز وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کس ځان واژه او که یې هدف د نورو وژل و.

دا په بویریا ایالت کې په یوه اوونۍ کې درېمه پېښه ده. د جمعې په ورځ په مونشن کې یوه ایراني پر خلکو ډزې وکړې او ۹ تنه یې ووژل. د جمعې د ورځې تر پېښې وړاندې د ویورسبورګ ښار په یوه رېلګاډي کې یوه ځوان، چې په لومړي سر کې افغان معرفي شو او وروسته پاکستانی وبلل شو، د چاقو او تبره په وارونو ۴ تنه ژوبل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *