تاند- دا تراکتور د لیتیم په بېټریو کار کوي او په هر ځل چارج یې بېټرۍ ۵ ساعته کار کوي.

لیتیم هغه عنصر دی چې د لپ ټاپونو او نورو برقي وسایلو په بېټریو کې کارول کېږي. دا عنصر په نړۍ کې خورا لږ موندل کېږي خو یو له هغو دوو هیوادونو څخه، چې لیتیم پکې پیدا کېږي، افغانستان دی.

د جرمني فینت (Fendt) کمپنۍ، چې د تراکتور په شمول راز راز کرنیز وسایل جوړوي، د لیتیم په بېټرۍ چلېدونکی تراکتور جوړ کړی دی.

دا تراکتور واریو سل (Vario100) نومېږي او ټاکل شوې ده چې راتلونکی کال بازار ته راوایستل شي.

واریو ۱۰۰ تراکتور ۶۸ هاسپاور یا ۵۰ کیلواټه قدرت لري او بېټرۍ یې په هر ځل چارج ۵ ساعته چلېږي.

همداراز د دغه تراکتور ۶۵۰ ولټه بېترۍ ۱۰۰ کیلو واټ ساعته برښنا ظرفیت لري.

بېټرۍ یې په ۴۰ دقیقو کې په سلو کې ۸۰ چارجېږي.

د فینت کمپنۍ په وینا واریو ۱۰۰ تراکتور له هیدرولیکي تراکتورونو سره سیالي کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *