حسین خاوري

تاند- د حسین خاوري په نوم یو افغان، چې د یوه جرمني چارواکي لور یې وژلې وه، په عمري قید محکوم شو.

حسین خاوري، چې په درغو یې ادعا کړې وه چې تر ۱۸ کلونو کشر دی، د اروپايي اتحادیې د یوه جګپوړي چارواکي پر لور لومړی جنسي تېری کړی او بیا یې په بې رحمۍ وژلې وه.

د ۱۹ کلنې ماریا لادینبورګر دغه قاتل ته نن محکمې سزا اعلان کړه.

ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ

خاوري پخوا ادعا کړې وه چې ۱۷ کلن دی خو د عمر ازمېښت څرګنده کړه چې نوموړی ۲۲ کلن دی.

په جرمني کې عمري قید د بند تر ۱۵ کاله زیاتې مودې ته وايي، خو محکمې نن وویل چې د ضرورت په صورت کې کېدای شي خاوري تر دې زیات وخت په بند کې تېر کړي ځکه چې ده دوه لوی جرمونه کړي دي.

خاوري پخوا یوازې دا اعتراف کړی و چې د طب پر محصلې ماریا یې جنسي تېری کړی دی خو هغه په تصادفي ډول ووژل شوه.

ده دا هم ویلي چې په هماغه شپه له ملګرو سره بار ته تللی و او په نشه حالت کې له خپلو ملګرو جلا شو.

ده همداراز ویلي چې په تصادفي ډول له ماریا سره، چې پر بایسکل سپره وه، مخامخ شو.

ده همداراز اعتراف کړی چې د هغې خوله یې په لاس کلکه ونیوله، په دسمال یې وتړله او په بیهوشه حالت کې یې اوبو ته واچوله.

خاوري وايي چې سخت نشه و؟

ده په محکمه کې د ماریا له کورنۍ بخښنه وغوښته او له هغې یې وغوښتل چې دی معاف کړي.

2 thoughts on “په جرمني کې یو افغان د جنسي تېري او قتل په جرمونو په عمري قید محکوم شو”
  1. دغو لعنتیانو ته افغان مه لیکئ ځکه دوی په افغان او افغانستان شرمیږي او افغان او افغانستان په دوی شرمیږي. دا منګولیایان دي.‌

  2. d da la qawaree xo xkari che Afghan na belki Iranoy vi! zka la iron na tlly fatimiyonu ba zaan afgan verkirry vi ; aw ya pa iron ki ba peyda swy vi.
    Asil Afghan kho dasy badd na kawi!!.
    aw d 2 na belki 3 jurma yi kirry. Nasha, Tejavoz, Katil

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *