تاند- په جلال اباد ښار کې نن /یکشنبه/ یو په بل پسې دوې چاودنې وشوې خو راپورونه ښيي چې له کبله یې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.
د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې دا چاودنې د نرسري فارم په سیمه کې د افغانستان برښناشرکت ته څېرمه وشوې.
عطا الله خوږیاڼي همداراز وویل چې د چاودنو له کبله، چې تر غرمې مخکې په یوولس بجې وشوې، چا ته زیان نه دی اوښتی.
په ننګرهار کې داعش او طالبان په انتحاري او بمي بریدونو کې له یو بل سره سیالي کوي خو په وروستیو کې دا دوې ډلې د خپلو یو ځینو حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي.
تېره اوونۍ (مې ۱۹) د جلال اباد د کرکټ د میدان په بمي چاوونو کې ۸ تنه شهیدان او ۴۵ نور ژوبل شول.
د دې تروریستي برید هیڅ ډلې په غاړه وانخیست.
تر دې یوه اوونۍ مخکې (د مې ۱۳) د ننګرهار پر مستوفیت د تروریستي برید په نتیجه کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست، ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جلال اباد له چاودنو جلا د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په هیکه مېنه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د داعش لږترلږه ۱۹ غړي وژل شوي دي.