د کرکټ بورډ چارواکي وايي ډیر ژر به د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ یو لوبغالی او همدا راز یوه میعاري اکاډمي جوړه کړي .

د دغه ادارې عمومي رئیس نسیم الله دانش د وري په ۱۵مه ماښام ناوخته د ننګرهار والي سره په لیدنه کې چې د دغه ادارې یو شمېر نورو مسؤلینو او د ملي لوبډلې لوبغاړو یې ملتیا کوله،ژمنه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې به ډېر ژر د لوبغالي جوړولو چارې پیل کړي.

نوموړی وویل: « د جمهور رئیس له لورې ورته پنځه اکاډمۍ جوړول منظور شوي،چې لومړۍ اکاډمي به د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې جوړه کړو .»

هغه د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې ورته د لوبغالي جوړېدو په موخه ۲۵ جریبه ځمکه په واک کې ورکړه او ډاډ یې ورکړ،چې ډېر ژر به پرې عملي چارې پیل کړي .

هغه د دغه لیدنې په ترڅ کې د کرکټ بورډ ادارې او همدا راز د ملي لوبډلې په استازیتوب د ننګرهار ولایت مقام او د دغه ولایت د ټولو اوسیدونکو څخه مننه وکړه،چې د دوی د ستاینې په موخه یې په جوړ شوي پروګرام کې دوی وستایل .

په همدې حال کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په دغه ولایت کې د کرکټ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .

هغه وویل: « ننګرهار د کرکټ کور دی، د د غه ولایت ولسونه د کرکټ سره بې ساري علاقه لري او د همدې علاقې له مخې زه دنده لرم،چې د کرکټ په برخه کې هر ډول همکاري وکړم . »

د ننګرهار والي همدا راز د کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو څخه مننه وکړه،چې په مصروفو شیبو کې یې د دوی په بلنه ننګرهار ته راغلل او د ننګرهاریانو سره یو ځای پاتي شول.

One thought on “په جلال اباد ښار کې د کرکټ لوبغالی او یوه معیاري اکاډمي جوړیږي”
  1. Danish saheb aw kundozi saheb na manana che der sha program bandi kar kawe aw waqighi de Cricket board pa chawkat ke loya lasta rawrana da. De la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *