تاند- د جلال اباد ښار د فاملیو په سیمه کې نن /پنجشنبه/ په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی د ۸ تنو وژل کېدا او د ۱۱ نورو ټپي کېدا تاییدوي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په ننګرهار کې دا ډول بریدونه عموماً داعش او طالبان کوي.
د حملې د دقیق هدف په اړه هم څه نه دي ویل شوي خو ځینې شاهدان وايي چې چاودنه د پولیسو یوې پوستې ته نژدې شوې ده.
حوږیاڼی وايي چې د حملې په قربانیانو کې ماشومان، سیمه ییز پولیس او ملکي وګړي شامل دي.
د خبر نور جزییات وروسته همدلته وړاندې کېږي.