تاند- په جلال اباد ښار کې د ولایتي شورا د یوه غړي په مېلمستون کې انتحاري حملې نن /یکشنبه/ لږترلږه ۱۳ تنه ووژل او ۲۰ نور ژوبل کړل.
راپورونه وايي چې دا برید د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري په مېلمستون کې لس بجې او ۲۰ دقیقې وشو چې په ترڅ کې یې ۲ه تنه ټپیان شول. په ټپیانو کې د عبیدالله شینواري پلار او قومي مشر ملک عثمان هم شامل دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې انتحاري خپل واسکټ په مېلمستون کې دننه چاودلی دی.
د پېښې په لومړیو کې خوږیاڼي د دوو تنو وژل کېدا او د ۱۵ نورو ژوبلېدا تایید کړې وه.
ده وویل چې د شینواري کور ته د کوم مناسبت لپاره د ده خپلوان راغلي ول چې چاودنه وشوه.
ځیني نور راپورونه وايي چې د عبیدالله شینواري خپلوان او دوستان د دې لپاره د ده په کور کې راټول شوي وو چې د نوموړي د ورور د خلاصون مبارکي ورکړي.
د عبیدالله شینواري ورور ۹ میاشتې پخوا په اچین ولسوالي کې وسله والو ترهګرو نیولی و او څو ورځې مخکې د تبادلې په لړ کې خوشي شو.
وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې هم زیات وي ځکه چې د انتحاري حملې په ځای کې د خلکو شمېر زیات و.
د عبیدالله شینواري مېلمستون د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې دی.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو په وروستیو کې ننګرهار او په ځانګړي ډول شینوارو ته د داعش مخه اوښتې ده.
تېره اوونۍ په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې د ډله ییزې حملې مسوولیت هم داعش په غاړه اخیستی و.
(عکس په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري ته څېرمه د انتحاري حملې دی)