تاند- د امریکا پوځ نن /جمعه// وویل چې د هوايي ځواک یوه سي -۱۳۰ پوځي ترانسپورتي الوتکه یې تېره شپه د ننګرهار ولایت په هوايي اډه کې ولوېده.

د امریکا د پوځ په وینا په دې پېښه کې ۶ امریکايي پوځیان او ۵ ملکیان وژل شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواک ویندوی جګړن ټوني ویکمن وویل، پېښه د شپې په نیمايي کې (۱۲ بجې) د جلال اباد په هوايي ډګر کې وشوه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د الوتکې د لوېدو په اثر په مځکه هم څو تنه وژل شوي خو دقیق شمېر یې څرګند نه دی.

افغان چارواکو هم تراوسه پوري د دې پېښې له کبله افغانانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د ویکمن په وینا په شپږو وژل شویو پوځیانو کې د الوتکې عمله هم شامله ده خو د الوتکې ملکي سپرلي په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت قراردادیان دي.

په همدې حال کې طالبانو ادعا وکړه چې دوی دا الوتکه ویشتې ده.

خو د امریکا د هوايي ځواک ویندوی جګړن ویکمن د طالبانو ادعا په کلکه ردوي او وايي:«موږ پوره باور لرو چې دا الوتکه د دښمن په ډز نه ده ویشتل شوې.»

ده په عین حال کې وویل چې د پېښې د علت په اړه لا هم څېړنې روانې دي او تراوسه ځیني جزییات ورته څرګند شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *