تاند- په جلال اباد کې نن /دوشنبه/ د اسلامي حزب د امیر ګلبدین حکمتیار د غونډې ځای ته څېرمه په یوه چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

لومړني راپورونه وايي چې بم د ننګرهار د افغان – ترک لېسې مخته په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و او وروسته له دې وچاودېده چې حکمتیار یوې غونډې ته وینا وکړه او خلک د غونډې له ځایه په وتلو ول.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي چې چاودنه له غونډې لس دقیقې وروسته شوې ده او په نتیجه کې یې د اسلامي حزب مشر ته زیان نه دی اوښتی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په ننګرهار کې اکثره دا ډول بریدونه داعش کوي.

حکمتیار غونډې ته په وینا کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو پر انتخاباتو خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې هغه کسان د استازو په توګه غوره نه کړي چې په فساد او غلاوو کې لاس لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *