بي بی سي په یوه څېړنیز رپوټ کې وايي چې په کندوز کې یوه مدرسه خپلسرې ده، خلک پکې بنسټپالنې ته هڅول کیږي، په مقابل کې یې د معارف وزارت چارواکي وايي چې که مدرسه له دوی سره رسمي هم نه وي، خپلسري نشي کولی، خو دغو ښاغلو هغه مدرسې کله کنټرول کړې دي چې استادان یې د دولت تنخا خواره دي. همدارنګه د معارف وزارت له غوښتنې سره سم زدکړې هم ور کوي.
دغه مدرسې به د دولت معاش خوري او دولت به یې تمویلوي، خو په نظریاتي لحاظ له افغان حکومت لوی واټن لري. د نورو ولایتونو له مدرسو ډېر خبر نه یم، په ننګرهار کې هم نه بلکې په جلال اباد کې د دې مدرسو کړه وړه را معلوم دي.
له دې دولتی مدرسو چې افغان حکومت فکر کوي د دوی تنخا خوري، په مقابل کې به یې کوم عمل هم نه کوي په لسګونو زدکوونکي ناڅرګند لوري ته تښتول شوي دي، خو معلومه نه ده چې په همدې ننګرهار یا د افغانستان په نورو برخو کې به په چا پسې ځانمرګي وکړي.
که څه هم له دولت سره په غلا او فساد کې ډوبې رسنۍ یې پرده نه پورته کوي، خو له تا ویلو او ما ویلو وروسته دا څرګنده شوې چې په ننګرهار کې له دولت سره د رسمي مدرسو نه ۴۱ زدکوونکي بوول شوي دي.
په دې زدکوونکو کې د دو قاضیانو زامن هم دي، خدای دې خیر کوي هسې نه پخپلو پلرونو پسې ځانمرګی ونه کړي، ځکه وسلوالو طالبانو ته تر ټولو ډېر ګناګهار او سزا وړ همدا قاضیان دي.
دا د بوول شوو یا په خوښه تښتول شوو طالبانو خبره هغه وخت معلومه شوه چې نږدې میاشت مخکې په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولایت د یوه قاضي زوی له مدرسې ورک شو. قاضي صیب اول فکر کاوه چې زوی یې د پيسو لپاره تښتول شوی دی. ډېر خلک به هم خوشال و چې په فساد کې له ډوب قاضي که څو روپۍ د تښتوونکو لاس ته ورشي، نو ښه دې وشي.
که زوی یې هم ډېر وخت له تښتوونکو سره پاتې شي او قاضي چې پلار دی وځوریږي، نو دا به ور معلومه شي چې د خلکو قضیې او دوسیې ځنډول، ناحقه او په ظلم بډې اخیستل څومره ځور لري. خو وروسته قاضي صیب پوی شو چې زوی یې وسلوالو طالبانو بوولی دی. له دې مدرسې دوه نور طالبان هم ور سره بوول شوي دي.
قاضي صیب چې له امنيتي چارواکو سره به هم په فساد کې لاس لري او د یو بل په ګټه او زیان خوشال او خپه کیږي، د زوی د ژغورلو لپاره حکومت ته مخه کړه، حکومت چې څېړنې وکړې، وروسته څرګنده شوه چې ټول ۴۱ دا ډول ماشومان له دولتي مدرسو د طالبانو سره یو ځای شوي دي.
چارواکي وېره ښيي چې دغه ماشومان به ټول د راتلونکو ولسمشري ټاکنو لپاره ځانمرګو ته چمتو کړل شي. که دولت همداسې بې غورۍ سره روا ن وي، لکه خپل امنیتي ځواکونه ترې وسلوالو ته اوړي، چې ښه بېلګه یې په کونړ کې د یوه قومندان ده چې اسلامي ګوند ته واوښت، نو له هغو طالبانو او ملایانو دې هم د ژمنیتا تمه نه لري چې یواځې تنخا ور کوي او نورترې خبر نه دی چې مولا یان یې له ترهګرو سره هم لار لري که یه او په خپلو زدکوونکو خو به جنسي تېري نه کوي، ځکه مولایان خو هر چا ته معلوم دي چې دوی ته د مدرسې سره خوله او معصوم مشومان د جنسي اور د مړه کولو لپاره تیاره کړې ډوډۍ ده.
هرچوک چی داسی رپوتونه نشر کوی ولی نور
د دین اوطن دخرابی رپوتونه نه خپره وی