تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، په جلال اباد کې پر مستوفیت د تت ورځې /یکشنبه/ تروریستي حمله پای ته رسېدلې ده.
په دې برید کې لږترلږه ۹ تنه شهیدان شوي او تر ۳۶ ډېر نور ژوبل دي.
ویل کېږي چې په دې برید کې، چې په انتحاري چاودنې پیل شو، ۸ ترهګرو برخه لرله. په حمله کې اکثره وژل شوي او ټپیان عام خلک او د مستوفیت کارکوونکي دي.
په جلال اباد کې د مستوفیت په ریاست تروریستي حمله روانه ده
باختر دولتي خبري اژانس وايي چې لومړی د ننګرهار د مستوفیت یا مالي چارو د ریاست په دروازه کې یوه انتحاري حمله وشوه، ورپسې څو تنو ترهګرو پر افغان امنیتي ساتونکو ډزې پیل کړې.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي باختر اژانس ته وویل چې سیمه افغان امنیتي ځواکونو محاصره کړې او هڅه کوي چې حمله کوونکي له منځه یوسي.
ویل کیږي چې په پېښه کې تر اوسه ۴ کسان وژل شوي دي.
نښته لا پای ته نه ده رسېدلې او تر دې دمه یې کومې تروریستي ډلې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په جلال اباد کې د غبرګو چاودنو ږغ اورېدل شوی
تاند- د داعش – طالب د تروریستي بریدونو په دوام کې نن /یکشنبه/ جلال اباد ښار دوو هممهالو چاودنو ولړزاوه.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د چاودنو د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته.
شاهدان وايي، له چاودنو سره سم یې ډزې اورېدلي دي.
د ننګرهار چارواکو چاودنې تایید کړي خو نور جزییات یې تراوسه نه دي څرګند کړي.
د چاودنې ځای ته د ننګرهار د مستوفیت دفتر موقعیت لري.
یوه چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې یوه چاودنه مستوفیت ته نژدې شوې ده خو لا څرګنده نه ده چې مستوفیت په نخښه شوی او که نه دی.
د خبر جزییات همدلته خپرېږي.