تاند- په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ ته څېرمه حمله شوې ده. د پېښې له ځایه د چاودنو او ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
تراوسه پوري د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپورونه وايي چې لږترلږه دوې چاودنې شوي.
په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ تر دې مخکې هم لږترلږه دوه ځلي برید شوی دی.
پخوا په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ او په کابل کې د هند پر سفارت هم خونړي بریدونه شوي دي.
د ۲۰۰۸ کال په جولای کې په کابل کې د هند پر سفارت په موټر بمي برید کې ۵۸ تنه وژل شوي و.
د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې انتحاري حمله شوې او هدف یې داسي نه ښکاري چې د هند کونسلګري وي.
د روغتون مسوولانو ویلي چې لږترلږه ۵ ټپیان وروړل شوي دي.
#العربية_پښتو
#عاجل_خبر
په ننګرهار کې د هند پر کونسلګرۍ برید شوی دی.
عیني شاهدان وايي، لومړی کونسلګرۍ ته څیرمه یوه چاودنه وشوه او اوس د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي.
یاده وي چې اکثریت داډول بریدونه افغاني طالبان کوي ترڅو پاکستان پرخلاف انډیا خپل مرکزونه په افغانستان کې وتړي
پخوا داډول اکثریت بریدونو پړه به طالبانو منله خو دوروستيو بریدونو په اړه چوپ پاتې کیږي
ځکه امریکا بیا په پاکستان فشار راوړي او تورلیست کې دشاملیدلو کوشش کوي
لدې وړاندې داډول بریدونه به حقانی شبکې کول
څو میاشتې وړاندې اسلامي دولت په ننګرهار کې پاکستانۍ قونسلګري له مینځه واړي وه
سرچینه
https://www.facebook.com/pushtoalarabiya/