تاند- افغان چارواکو پرون /چهارشنبه/ وویل چې امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې دوه تنه، چې غوښتل یې په دغه ښار کې د هند پر کونسلګرۍ تروریستي برید وکړي، نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت مسوولانو له دغو دوو تنو سره د بم جوړولو وسایل هم موندلي دي.
دا ترهګر په داسي حال کې نیول شوي چې د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات په هندي کشمیر کې د پاکستاني ترهګرو د بریدونو له کبله اوج ته رسېدلي دي.
په عین حال کې په پاکستان کې داسي ګومان کېږي چې ښايي داعش په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید د هند په همکارۍ کړی وي.
په جلال اباد کې تر دې پخوا هم د هند پر کونسلګرۍ تروریستي بریدونه شوي دي.
پاکستان پلوو ترهګرو څو ځلي په کابل کې د هند پر سفارت، د هندیانو د هستوګنې پر مېلمستونونو، او په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ بریدونه کړي چې له کبله یې یو شمېر هندیان او ګڼ شمېر افغانان وژل شوي دي.