تاند- په جلال اباد ښار کې د هند کونسلګرۍ ته نژدې نن یوه زوروره چاودنه وشوه.
پولیس وايي چې دا چاودنه یوه ځانمرګي کړې ده.
د ننګرهار د امنیت امر معصوم خان هاشمي وویل، دا چاودنه، چې د سهار په لس بجې وشوه، د ځانمرګي له لوري شوې ده.
له چاودنې وروسته وسله واله نښته هم شوې ده.
په همدې منځ کې د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د موټربمي حملې په وسیله شوې چې په نتیجه کې یې شاوخوا دوکانونه سخت زیانمن شوي دي.
عبدالزي دا هم وویل چې په چاودنه کې یو شمېر ملکیان وژل شوي او لږ ترلږه ۲۰ تنه ژوبل دي.
خو په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له خپلې کونسلګرۍ سره یې تماس نیولی، د دوی د کونسلګرۍ ټول غړي خوندي او روغ دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سرچینو پي ټي آی خبري اژانس ته ویلي چې د چاودنې په اثر کونسلګرۍ ته جدي زیان نه دی اوښتی.
د هند زي ټي وي هم د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی سید اکبرالدین له قوله ویلي چې د حملې له کبله هندي مامورینو او دیپلوماتانو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
دغه تلویزیون د جلال اباد د روغتوني مسوولانو له خولې ویلي چې ۱۲ټپیان روغتون ته وروړل شوي دی.
پرون په دوو جلا نښتو کې، چې په شېرزاد ولسوالۍ کې وشوې نژدې سل تنه پولیس او وسله وال طالبان ووژل شول.