په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري

تاند- دوه وسله وال ترهګر چې نن یې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې په یوه کور کې سنګر نیولی و، ووژل شول.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې دغو ترهګرو له یوې انتحاري حملې وروسته د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې په یوه تش دولتي مېلمستون کې مورچه نیولې وه.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي وویل، حمله کوونکي ترهګر د هغو افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول چې دغه تش مېلمستون یې محاصره کړی وو.

د ده په وینا په انتحاري حمله، چاودنو او ډزو کې لږترلږه ۶ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.

په ټپیانو کې ماشومان او د کونسلګرۍ کارکوونکي هم شامل دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې لږترلږه ۷ افغان پولیس وژل شوي او د پاکستان د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي روغ رمټ دي.

په جلال اباد کې دا حمله، چې ممکن هدف یې د پاکستان کونسلګري وه، وروسته له دې کېږي چې د جولای په درېمه په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ ورته برید وشو او پرون د بلخ امنیه قوماندان د پاکستان پوځ پکې ښکېل وباله.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، انتحاري حمله کوونکي هڅه کوله چې په هغه کتار کې ودرېږي چې د پاکستان د کونسلګرۍ مخته د وېزې د ترلاسه کولو لپاره ولاړ و. خو انتحاري وروسته له دې ځان والوزاوه چې ودانۍ ته له ننوتلو راوګرځول شو.

په چاودنه کې لږترلږه ۲ پولیس هم وژل شوي دي.

تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

له دې جلا نن /چهارشنبه/ د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *