په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري

تاند- په جلال اباد کې نن (یکشنبه) ماښام مهال د پاکستان د کونسلګرۍ څنګ ته چاودنه وشوه. (عکس د یوې پخوانۍ پېښې دی)

لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه ژوبل شوي دي.

شاهدان وايي چې د چاودنې هدف د افغان امنیتي ځواکونو یوه پوسته وه چې کونسلګرۍ ته نژدې موقعیت لري.

د چاودنې ږغ ډېر لوړ و خو له کبله یې د پاکستان کونسلګرۍ ته د تاوان او یا په هغې کې د مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی.

پاکستاني رسنۍ هم وايي چې په دې پښېه کې د دوی د کونسلګرۍ کوم کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ډاکتر محمد فیصل هم وايي چې د دوی د کونسلګرۍ کارکوونکي روغ رمټ دي.

فیصل همداراز ویلي چې په دې پېښه کې یو افغان پولیس او دوه تنه ملکیان، چې د وېزې د غوښتنې لپاره کونسلګرۍ ته ورغلي وو، ژوبل شوي دي.

په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفانو په جلال اباد ښار کې بمي حملو ته سخت زور ورکړی دی.

تېره اوونۍ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ورځ په دې ښار کې نژدې ۲۰ چاودنې وشوې چې شاوخوا یو نیم سل تنه پکې ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ