تاند- په جلال اباد کې له یوې موټر بمي چاودنې وروسته د انتحاریانو ډله ییز برید روان دی.
له انتحاري موټر بمي برید وروسته ډزې پیل شوې چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې روانې وې.
د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي پېښه تایید کړه او ویې ویل، ظاهراً د حملې هدف د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ریاست ودانۍ ده.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي چې وسله والو ترهګرو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ګڼ شمېر مامورین یرغمل کړي دي.
خو پولیسو او د ننګرهار چارواکو تراوسه پورې دا خبر تایید کړی نه دی.
یوه شاهد عبدیالله رسنیو ته ویلي چې له یو تور موټر څخه ۳ تنه کښته شول، یوه یې د کډوالو د ریاست په دروازه کې انتحاري برید وکړ او دوو نورو ډزې پیل کړې.
په وروستیو میاشتو کې د ننګرهار پر هره اداره تروریستي بریدونه کېږي. ترهګر نه په روغتون صرفه کوي او نه په ښوونځي او د لوبو پر میدان.
ګارډین ورځپاڼه وايي، داعش تروریستي ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال اباد په نننۍ حمله کې لاس نه لري.
د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی ذبیح الله زمری وايي چاودنه او حمله روغتون او د عامې روغتیا ریاست ته څېرمه وشوه. د ښاغلي زمري په وینا د پېښې ځای ته د راستنېدونکو کډوالو دفتر هم نژدې موقعیت لري ځکه نه شي ویلی چې د حملې دقیق هدف به څه وي.
له دې جلا پرون /دو شنبه/ د ننګرهار په بهسود ولسوالي کې په یوه بمي برید کې د داعش یو سخت مخالف قوماندان حیات خان ووژل شو.
په دې انتحاري برید کې له حیات خان سره، چې یو سیمه ییز مشر هم و، لږترلږه ۳ تنه نور شهیدان شوي دي.
خردین وریخن مخلوقه! هغه د ۸ ثور په ریخ موچې ترننه هم شرم ونکړ افتخار هم پرې کوئ او هرکال ترې لپې لپې نوشجان کوئ رمباړې وهئ، په اوسني جهاد هم بد مه وایئ، بیامو ګټلي ثوابونه خرابیږي