د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست د ثبات پروګرام له لورې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو لوبغالی او یو د تازه اوبو لیږدولو ویالې ( ترناب) د جوړولو چارې بشپړې شوې .

یاد لوبغالی د جلریز ولسوالی د شهید پاینده محمد منځني ښوونې کې د شاوخوا درې میاشتو په موده کې،د ۱۴ سوه متره مربع سیمه کې جوړ شوی،چې ۷ سوه زره افغانۍ مالي لګښت پرې راغلی دی .

همدا راز د یادې ولسوالۍ په دیوالان سیمې کې د نهه سوه زره افغانیو په مالي لګښت د تازه اوبو د لیږدولو ویاله ( ترناب)،چې  چارې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې او ۲۰ متره اوږدوالی او یو نیم متر سور لري هم یې دجوړولو چارې بشپړې شوې .

له یادو دواړو پروژو څخه پر یو وخت شاوخوا زر تنه ګټه اخیستی شي .

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د جلریز ولسوال،د دغه ولسوالۍ د پوهنې مدیر،د پرمختیایي شورا رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو.

د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري او نورو د کیلو پراختیا او بیارغاونې ریاست د ثبات پروګرام څخه مننه وکړه،چې د تېر په څېر یې دوه نورې پروژې هم ورته جوړې کړې .

دوی ژمنه وکړه،چې د پرژو د ساتنې په برخه کې به د سیمې اوسیدونکې پوره همکاري وکړي .

دوه اونۍ وړاندې هم په جلریز ولسوالۍ کې د ثبات پروګرام له لورې ۵ پروژې تر جوړیدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

ټاکل شوي د یاد پروګرام له لورې په دغه ولسوالۍ کې د والیبال او فوټبال ۴ نور لوبغالي هم جوړ شي .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

د ميدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *