تاند- په پروان ولایت کې نن سین ته د یوه بس د لوېدو له کبله لږترلږه ۲ تنه مړه او شل نور ژوبل شول.

د شاهدانو په وینا بس، چې له کابله مزارشریف ته روان و، په د چلوونکي د بې پامۍ له امله سین ته ولوېد.

راپورونه وايي چې پېښه په جنوبي سالنګ کې، چې د پروان ولایت برخه ده، وشوه.

په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

پولیس او ژغورونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او ټپیان یې روغتون ته ورسول.

د ترافیکو چارواکي موټرچلوونکي د ترافیکي قوانینو په نه رعایتولو په تېره بیا په تېزچلونې تورنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *