تاند- په ۲۰۱۳ م کال یو شمېر څېړونکو اعلان وکړ چې د نړۍ تر ټولو سړه سیمه یې، چې په جنوبي قطب کې ده، او د تودوښې درجه یې د سانتي ګراد منفي ۹۳ ده، پېژندلې ده. خو اوس څرګنده شوې چې په نړۍ کې تر دې هم سړې سیمې شته.
د نیوزویک مجلې د راپور له مخې، د سپوږمکۍ د تصویرونو په وسیله په جنوبي قطب کې لا سړې سیمې کشف شوي دي.
دا سیمې دومره سړې دي چې تر دې پخوا یې اټکل نه کېده.
د هغې څېړنې پر اساس، چې په ۲۰۱۶ م کال وشوه، څرګنده شوه چې د جنوبي قطب په ځینو برخو کې د هوا د تودوښې درجه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د سانتي ګراد منفي ۹۸ درجو ته هم رسېدلې ده.
د امریکا د کلوراډو پوهنتون څېړونکو د هواپېژندنې معلومات بیا وڅېړل او دا نتیجه یې واخیسته چې د جنوبي قطب په ختیځ کې داسې ځایونه شته چې ځینې وخت یې د تودوښې درجه د سانتي ګراد تر منفي ۱۰۰ ټیټ حد ته رسېدلې ده.
د نړۍ تر ټولو سړې استوګنې سیمې: