د ٢٠١٧میلادي کال د اکتوبر په ۲۷ نیټه د هفتي په ورځ د مترقي ليکوال لخوا میرمن ادبي غونډه په لومړي ځل کوټه کي ډګري ګرلز کالج کينټ کي په پښتو څانګه کي په کاميابي سره تر سره سوه
دغونډي پيل د قران شريف د تلاوت سه فرشته محمد نسيم وکي چي د دولسم ټولګي شاګرده ده
دغونډي صدارت شفاکاکړه چي د پښتو څانګي مشره ده
تر ټولو لومړى د مترقي ليکوال په منشور او زمه واري باندي خبره وسوه ورسره د پښتون قام چي نن په نړۍ کي هر تور ورباندي لګيدلى دى د بي امني سره مخ امخ دى چي خپل تر خپله يم زړونه ورتور کړي دي په بيل ابيل ډول سره تقسيم کړي دې چي نن د دنيا د خندا سوي دي هر چا خپله تباره پر ذده کړې ده
په تعليمي نصاب کي نه پښتانه او نه اتلان ورپيژندلي دي ځکه لکه په رمو چي ليو ګډ وي دوري دلي سره ورک يو
په پښتنه ټولنه کي ښځه محکومه سوي ده دښځو پر حقوقو باندي خبري وسوي چيري چې په ټولنه کي جبر بربريت وي د ظلم خلاف به مترقي ليکوال تنظیم به اواز پورته کوي دکلتور او ژبي پر مختګ به سمنارونه او غونډي کوي دناوړه رواجونه چي ښځې ورسره مخ امخ دي په اسلامي معلومات باندي خبرول وي قامي شعور به تر ټولو لومړي قدم وي.
دغونډى د ډانچي ټاکنه يم وسوه چي صدر شفا کاکړه
نايب صدر شاکره خان
جنرل سيکټري ارزو زيارتواله
خزانچي ثمن ترين
اطلاعات سيکټري زنيب ګل
سلاکاره وړانګه لوني
او مس اختر بي بيوی
٨ ممبرانو[غړو] شرکت وکړ، رارونه غونډه به پر اتلسم نومبر د هفتي په ورځ وي چي د ډاکټر مبارک على پر کتاب ښځه او تاريخ باندي کره کتنه وي.
د کویټې میرمن ادبي بهیر